د تړل سويو مالياتي اظهارليکونو خبرتيا

admin_mof
خبر

د مرکز د مالياتي ادارو او د ولايتونو د مستوفيتونو ټولو همکارانو او مالياتي مراجعينو يا ماليه ورکوونکو ته خبر ورکول کيږي چي د کارکوونکو او د مراجعينو د وخت د ضياع د مخنيوي له پاره د عوايدو د سيسټم رياست د وړانديز او د عوايدو د لوی رياست د محترم مقام د منظورۍ پر بنسټ د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ مالي کلونو ټول مالياتي اظهارليکونه د ۱۴۰۱ مالي کال د مرغومي مياشتي تر پايه پرانيستل سوي دي. نو د مرکز او ولايتونو د مالياتي ادارو همکارانو او مالياتي مراجعينو يا ماليه ورکوونکو ته په ډېر درنښت خبر ورکول کيږي چي ټاکل سوی وخت په پام کي ونيسي او د ستونزو په حلولو کي له مراجعينو سره د اړيني همکارۍ په ترسره کولو سره موږ منندوئ وگرځوي.

د لا زياتو معلوماتو له پاره د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د خدماتي مرکز له يو زر (۱۰۰۰) اړيکشمېرې سره په اړيکي ټينگولو سره لا زيات معلومات تر لاسه کړئ.

زموږ ماليه، زموږ هيواد، زموږ راتلونکی

وروستي اعلانونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۱۰:۲۴
Background image

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست سوداګریزو شرکتونو ته د اسانتیا برابرولو په موخه دوی ته د اسیکوډا په سیسټم کي یوزر ورکړی،

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۵ - ۱۵:۱۰
Background image

 کسبګرو او هټیوالو (اصنافو) د عوایدو د تثبیت او درجه بندۍ د بهیر خبرتیا

د مالیې وزارت د 1058  قراردادي بستونو او د عوایدو لوی ریاست ټولو هغو غوښتونکو ته، چي د یاد ریاست د کسبګرو او دوکاندارانو (اصنافو)

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲ - ۱۴:۱۴
Background image

د ماليه ورکوونکيو د خدمتونو رياست د ايجاد خبرتيا!

د ماليې وزارت اړوند د عوايدو لوی رياست د ټولو لويو، منځنيو او کوچنيو ماليو تاديه کوونکيو ته په خورا درنښت خبر ورکوي، چې د دغه رياست په تشکيلاتي جوړښت کې د ځينو بدلونونو په راتلو سره د . . .

Back to announcements