د جمهوررئیس غني په حضور کې دافغانستان د پایدارې پراختیا د ملاتړ په موخه د زیمنس د همکارۍ تفاهمنامه لاسلیک شوه

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۱۵ - ۱۱:۵۵
 د زیمنس د همکارۍ تفاهمنامه

 د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې نن له غرمې مخکې د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر محمدهمایون قیومي او د زیمنس کمپنۍ د استازو ترمنځ د افغانستان د پایدارې پراختیا په موخه د زیمنس د همکاریو تفاهمنامه لاسلیک شوه.

دا تفاهمنامه چې د سوېس د داووس ښار د نړیوال اقتصادي کنفرانس په څنډه کې لاسلیک شوه.

د دې تفاهمنامې له مخې به دواړه لوري د یوې جامع ستراتېژۍ پر جوړولو کار وکړي چې پر بنسټ به یې زیمنس کمپنۍ له نوې ټکنالوژۍ څخه په استفادې په افغانستان کې د پایداره توسعې د ودې لپاره همکاري کوي.

د نوې انرژۍ د تولیدي ظرفیت د ایجاد له لارې د انرژۍ د زېربناو د ځنځيري ارزښت پیاوړي کول ؛ د انرژۍ د وېش او لېږد د نویو سیستمونو د زېربناو جوړول، نصبول او د انرژۍ د موجوده زېربناو نوي کول؛ د افغانستان د طبیعي ګازو ارزونه او د هغې د لېږد د سیستم پراختیا د دې تفاهمنامې موخې دي.

دغه راز  په هېواد کې له طبیعي ګازو څخه د استفادې د طریقو ارزول او پر هغه موډل کار کول چې افغانستان له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د انرژۍ د موثر لېږد پر محور  بدل کړي او ترڅنګ یې د انرژۍ د ضایعاتو د راکمولو لپاره د سیستمونو پر پراختیاچې له هغې ډلې د شبکو د سیستمونو پراختیا، د تقاضا او شبکو د مدیریتونو او د انرژۍ د لېږد پر مهال د ضایعاتو د راکمولو میکانیزم د دې تفاهمنامې نورې اساسي موخې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۰ - ۱۴:۶
Background image

د مالیې وزارت سرپرست: د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې د ټولو ولایتونو اړتیاوې په متوازنه توګه په پام کې نیول کېږي

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلا کار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د چنګاښ میاشتې په ۳۰ مه نېټه په ولسي جرګه کې د بدخشان او ډاینکڼدي ولایتونو. . .

شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۹ - ۱۶:۲۵
Background image

د مالیې وزارت سرپرست: په ټول هیواد کې به شته امکاناتو او د هیواد نافذه قوانینو ته په کتو سره د خلکو ستونزو او د پراختیایې پروژو پلي کیدو ته رسیدنه وشي

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، نن د چنګاښ میاشتې په ۲۹ مه نېټه په ولسي جرګه کې د کندز، تخار، سمنګان، فراه،. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۷ - ۱۱:۷
Background image

د افغانستان او ازبکستان تر منځ په لومړني بین الحکومتي کمېسیون کې دواړو لوریو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په زیاتوالي ټینګار وکړ

د افغانستان او ازبکستان تر منځ لومړنی بین الحکومتي ګډ کمېسیون د چنګاښ میاشتې په ۲۶ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پرفیسور محمد. . .

BACK TO NEWS