د سرې او بریښنا د تولید دولتي شرکت1401 مالی کال د سرې د پلور خبرتیا
د مزارشریف د سرې او بریښنا د تولید دولتي شرکت هوډ لری چي په ټولیزه توګه (عمده) خپل د 1401 مالی کال متوقعه د سرې تولیدات چې په نړی کې ترټولو غوره سره ده %46 سلنه نایتروجن لري او په 50 کیلوګرامی لاینردارو بوریو کې ځای په ځای شوی ده د شرایطو سره سم پلوری.
دولتي او شخصی شرکتونه، موسسات، سوداگر او اشخاص چې غواړي د قرارداد له شرایطو سره سم یې دپیرلو (اخستلو) هیله لری خپل غوښتنلیکونه دې د 1400 مالی کال دلړم د میاشتي له 22 نیټی بیا د لندۍ د میاشتي تر 13 نیټی پورې د سرې او بریښنا شرکت د سوداګریز مرستیال دفتر ته وسپاري.
د غونډې (مجلس) وخت: د جوړیدو نیټه د شریعت ورځپاڼی د اعلان (خبرتیا) په اساس د 22/08/1400 (4931) مطابق د یکشنبې ورځ د لندۍ د میاشتې په څوارلسمی نیټی له غرمې مخکې په لس بجو ترسره کیږي.
پته: د مزار شریف د سرې او بریښنا د تولید دولتي شرکت، دریم پوړ، د عمومي ریاست د سوداګریزو چارو مرستیالۍ دفتر.
0700509311اړیکې شمیره