د مالیې وزارت سرپرست او د سریلانکا ولسمشر د دواړو هیوادونو ترمنځ د مستقیم هوایي کریډور په ارزښت ټینګار وکړ

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۱ - ۹:۵۸
خبر


د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د سلواغې میاشتې په ۲۰ مه د سریلانکا له ولسمشر ښاغلي ګوتابیا راجاپکشا، سره په کلمبو ښار کې وکتل.
په دې لیدنه کې چې په یاد هیواد کې د افغانستان سفیر هم شتون درلود، په پیل کې د مالیې وزارت سرپرست د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني، پیغام هغوی ته وړاندي کړ او له هغه یې افغانستان ته د ورتلو غوښتنه وکړه.
ښاغلي قیومي، د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د اړیکو پراخېدو ترڅنګ، یادونه وکړه، چې دغه دواړه هیوادونه د اړیکو پراخېدو لپاره له ښو وړتیاوو برخمن دي. د مالیې وزارت سرپرست، د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د مستقیم هوایي کریډور جوړېدو، چې هره اوونۍ به مسافر او سوداګریز توکې د دواړو هیوادونو ترمنځ ولېږدوي ټینګار وکړ.
د سریلانکا ولسمشر، د مالیې وزارت سرپرست له وړاندیز څخه هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د دې هیواد د هوایي برخې رئیس ته به سپارښتنه وکړي څو د دغه وړاندیز پلي کول په پام کې ونیسي.
د مالیې وزارت سرپرست، د سریلانکا د ولسمشر له ملاتړه مننه وکړه او د تازه او وچو مېوو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، ځینو کاني موادو، کم پیدا خاورې چې په دې هیواد کې زیاته اړتیا ورته لیدل کېږي، یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې له هوایي کریډور وروسته کېدی شي دغه مهم توکې دې هیواد ته ولېږدول شي.
په دې سربېره ښاغلي قیومي، وویل، چې دغه دواړه هیوادونه د هوایي کریډور له پرانیستو وروسته توریسم، طبي توریسم، لوړو زده کړو او په نورو اړینو برخو کې یو له بل سره ملتیا وکړي. دغه مسئله د سریلانکا له اقتصادي ودې سره مرسته کوي او د روغتیایي خدمتونو او لوړو زده کړو په برخو کې د افغانستان لاسرسي ته لار هواروي.

خبر

همدا شان دواړو لوریو، د تولید له لارې د دوه اړخیزه او سیمه ایزې همکارۍ، برېښنا لېږد او لګښت په تړاو بحث او خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې منځنۍ اسیا له پوره انرژۍ د برخمنېدو له کبله کولی شي د سویلي اسیا د انرژۍ اړتیاوې د افغانستان له لارې پوره کړي.
د دې ترڅنګ د مالیې وزارت سرپرست، دغه موضوع د یو پنل له لارې چې د نړیوال بانک له خوا یې د کلمبو ښار په روانه اوونۍ کې کوربتوب کیده تر بحث لاندي ونیوه او د افغانستان او سریلانکا د همکاریو لارې یې روښانه کړې.
ښاغلي قیومي وویل چې د افغانستان د سولې پروسه کولی شي د مصالحې بریالیو پروګرامونو، د جګړه مارانو ادغام او همداشان د سولې روانو چارو کې د سریلانکا له تجریو څخه ګټه واخلي. د سریلانکا ولسمشر د دوه اړخیزو دفاعي همکاریو د پیل لپاره د افغانستان اړوند نظامې تجربې او تخصص د شریکولو لکه له تروریزم سره د مقابلې، د ماینونو پاکوالي، له مخدره توکو سره د مبارزې او همداشان د جګره مارانو د اغام په برخو کې خپل پوره ملاتړ اعلان کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱ - ۱۳:۴۶
Background image

د مالیې وزارت رهبرۍ "ملت ته د دولت حساب ورکړې" له اصل سره سم اړین فعالیتونه، اصلاحي اقدامات او له فساد سره مبارزه له رسنیو سره شریک کړل

د مالیې وزارت رهبرۍ ملت ته د دولت حساب ورکړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له اصل سره سم اړین فعالیتونه، اصلاحي اقدامات او له فساد سره د مبارزې په اړه خپلې کړنې د کب میاشتې په لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱ - ۱۱:۹
Background image

د اسیا پراختیایي بانک او اروپایي ټولنه له منځنۍ اسیا سویلي اسیا ته د انرژۍ لېږدولو په برخه کې له افغانستان سره تخنیکي مرسته کوي

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانک له رئیس ښاغلي نرندرا سنګرو او په. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۳۰ - ۱۴:۱۱
Background image

د مالیې وزارت سرپرست او په افغانستان کې د هندوستان سفیر جنوبي اسیا ته د منځنۍ اسیا د انرژۍ په لیږد خبرې وکړې

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د سلواغې میاشتې په ۲۹ مه نېټه د افغانستان لپاره د هندوستان له سفیر ښاغلي. . .

BACK TO NEWS