د مالیې وزارت عوایدو لوی رئیس د عينک د مسو کان د قراردادي کمپنۍ له استازيو سره ولیدل

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۳:۲۰
خبر

د ماليې وزارت د عوايدو لوی رئيس معراج محمد معراج په خپل کاري دفتر کي د عينک د مسو کان د قراردادي استخراجي کمپنۍ له استازو سره وليدل او د اړوند استخراجي کان د مالياتو په اړوند يې هر اړخيزي خبري ورسره وکړې. 

آغلې ژانگ قي چي د دغه پلاوي مشري يې کوله، په خپلو خبرو کي وويل: موږ خوښ يوو چي د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست له مسولینو سره له نږدې گورو او ډېره ښه سوه، چي د عينک د مسو کان د مالياتو په تړاو مو بحثونه وکړل او ستاسي د ډاډگېرنو ډېره مننه کوو.

د عوايدو لوی رئيس معراج په خپلو خبرو کي وويل: تر بل هر وخت په افغانستان کي د پانگوني لپاره زمينه برابره سوې ده، امنيت خوندي دئ، هر څوک په ډاډه زړه اوس خپل کاروبار کولای سي. زموږ هڅه دا ده، چي د خپلو ماليه ورکوونکو او مراجعينو لپاره د مالياتي چارو د چټکتيا په موخه په قوانينو، طرزالعملونو، لارښوونو او نورو اړوندو مسئلو کي اړيني اسانتياوي برابري کړو، چي پانگوال راسي او دلته پانگونه وکړي.

د یادوني وړ ده، چي په دغه ليدنه کي د مالیې وزير سلاکار نجيب الله احمدزي، د عوايدو لوی رياست تخنيکي مرستيال عبدالولي نوري، د لويو ماليه ورکوونکو رئيس عبدالقيوم نصير، د حقوقي خدمتونو او پاليسۍ رئيس ندا محمد صديقي او نورو مسؤلینو گډون کړی وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۹:۳
Background image

د تورخم ګمرک له لارې د ډبرو سکرو صادرات بیا پیل سول

دا چي د تورخم ګمرک له لارې له دې وړاندې د میوو او ترکاریو د خرابېدو له امله د ډبرو سکرو صادرات ځنډول سوي وو؛ اوس یو ځل بیا

دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۷ - ۲۲:۲۰
Background image

د ولایتي ګمرکونو د تشریح او بررسۍ  کارکوونکو ته تخنیکي سیمینار پیل سو

د ولایتي ګمرکونو د تشریح او بررسۍ برخي یو شمېر کارکونکو ته په تخنیکي او مسلکي برخه کي ورکشاپ تېره ورځ د ګمرکونو په ملي اکاډمۍ

چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۲ - ۱۶:۱
Background image

د چین د خصوصي سکټور یو شمیر استازو د مالیې وزیر سره وکتل

په دغه کتنه کي د چین د خصوصي سکټور استازو په افغانستان کي د سوداګرۍ، صنعت او نورو اړینو برخو کي د پانګونې او هر اړخیزو همکاریو

BACK TO NEWS