د هرات، کندهار او ننګرهار په ولایتونو کي قاچاقي توکي نیول سوي دي!
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني ويښو کارکوونکو تېره اوونۍ د هرات، کندهار او ننګرهار ولایتونو په بېلابېلو سېمو کي یو شمېر قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه ئې افغانستان ته راوړي.
په نیول سوو توکو کي (۲۵۰۰) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۴۸۳) کیلو ګرامه زراعتي او حیواني درمل، (۱۰۰۰) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۳۵۰) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړي، (۶۰) کارټنه قیلون او (۴۵۰) کیلو ګرامه بېلابېل توکي شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي دوامداره فعالیت کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي صادر او یا وارد کړي.