د کورنۍ پلټنې د عمومي ریاست سرپرست له خپلو کارکوونکو سره د پېژندنې ناسته وکړه

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۳۰ - ۱۲:۲۴
خبر

 د کورنۍ پلټنې عمومي ریاست سرپرست، عبدالطیف خالد د خپلو لاس لاندې کارکوونکو سره د لا پېژندنې په موخه د مالیې وزارت په خیبرهال کې ناسته ترسره کړه. د یاد ریاست سرپرست له خپلو کارکوونکو سره د پېژندنې تر څنګ، د کاري وضیت په تړاو هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې موږ د خدمت په نیت راغلي یو او خپلې وروستۍ هڅې کوو، تر څو را سپارل شوی مسولیت په پوره اخلاص او امانتدارۍ ترسره کړو. نوموړي د یادې ادارې له کارکوونکو وغوښتل، چې ټولې چارې په همغږۍ او پوره شفافیت سره پر مخ یوسي، ترڅو دا وزارت په یوې بې سارې ادارې بدله شي. د داخلې پلټنې کارکوونکو د خپلې معرفۍ ترڅنګ زیاته کړه، چې د چارو د غوره سمبالښت په موخه به پوره هڅه کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۲۰ - ۱۶:۱۷
Background image

د کورنۍ پلټني لوی ریاست کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو ورکشاپ ترسره سو

د کورنۍ پلټني لوی رئیس انجنیر عبداللطیف خالد په مشرۍ د دې ریاست کارکوونکو ته د  ظرفیت لوړولو ورکشاپ ترسره او تر راتلونکو څو

دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۹ - ۱۷:۱۰
Background image

د مالیې وزیر د ملګرو ملتونو سازمان (UNDP) د پراختیایي پروګرامونو له رئیس سره وکتل

د مالیې وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایي پروګرامونو له رئیس عبدالله الدارداري

دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۹ - ۱۷:۰
Background image

یو شمېر دولتي شرکتونو ته نوي رئیسان ور معرفي سول

د دولت د رهبرۍ د اداري سیاست او د مالیې وزارت د وړانډيز پر بنسټ د کاري بهیر روان ساتلو او نظم راتلو په موخه یو شمېر دولتي شرکتونو

BACK TO NEWS