د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې د کابل خلکو د اړتیاوو شاملو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي غونډه جوړه شوه

farid_mof
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۹ - ۱۶:۳۱
بودجه

د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې د کابل خلکو د اړتیاوو شاملو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي غونډه نن د چنګاښ میاشتې په ۱۹ مه نېټه په انټرکانټیننټال هوټل کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي زاهد همدرد، د کابل والي ښاغلي یعقوب حیدري، د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو، د ولایتي شورا وکیلانو او د کابل ولایت خلکو ګډون کړې وو چې اصلي موخه یې د روڼتیا او حساب ورکولو په موخه د سیمه اییزې حکومتولۍ پیاوړتیا، متوازنې پراختیا ته د رسیدو، د خدمتونو په وړاندې کولو کې ښه والی، ښې حکومتولۍ ته په رسیدوو او په ټول هیواد کې په اغیزمنه او متوازنه توګه د مالي سرچینو ځانګړي کول دي.

د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري د دې غونډي د جوړیدو لپاره د مالیې وزارت له رهبرۍ څخه د مننې تر څنګ وویل: "هیله لرم چې په دې غونډه کې د کابل اړوندو ولسوالیو له اړینو موضوعاتو څخه یادونه وشي او د راتلوونکي کال د ملي بودیجې په سند کې د کابل ولایت د خلکو اساسي اړتیاوې په نظر کې ونیول شي." نوموړي وویل چې له خلکو سره مشورې په ملي بودیجه کې د روڼتیا او توازن راوستلو سبب ګرځي او د بودیجې جوړونې په پروسه کې د خلکو ګډون د بودیجې اغیزمنتیا زیاتوي.

بودجه

د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي زاهد همدرد، له ګډونوالو څخه د مننې تر څنګ وویل: "د دې ډول غونډې له ترسره کېدو زموږ موخه داده چې د ملي بودیجې په سند کې د خلکو اصلي ستونزې او اړتیاوې په نظر کې ونیسو. د بودیجې جوړونې په پروسه کې د خلکو فعاله ګډون ریښتینې اړتیاوې او لومړیتوبونه تشخیصوي او د ملي بودیجې مثمریت او مؤثریت د پام وړ زیاتوي."

همدا شان په دې پروګرام کې  ګډونوالو ته د مالیې وزارت تخنیکي کارکوونکو ټولیز او هر اړخیز پریزینټېشن وړاندي کړ او د یادې ناستې په څنډو کې څو کاري ډلې جوړې او په اړوندو پنلونو کې یې ګډون وکړ.

بودجه

د یادونې وړده، چې د دې پالیسي اساسي موخه د سېمه ایزو ادارو د پیاوړتیا او د بودیجې جوړولو او د ملي پلانونو جوړولو په برخه کې د دوی ور ګډولو له لارې د مالي سیستم مرکزیت کمول دي چې دا کړنه د بودیجې جوړولو په پروسه کې د خلکو ګډون ته لاره هواروي او په پای کې سېمه ایزو واقعي لومړیتوبونو په ټاکلو، د پلان جوړولو په سیستم او د بودیجې په اجراء باندې مثبته اغیزه لري چې یاد عوامل په سېمه ایزه کچه د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ښه رول لوبولی شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د مالیې وزارت سرپرست او د سویلي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال د خبرو اصلي محور د افغانستان له کورنیو سرچینو د انرژۍ تولید په برخه کې د خصوصي سکټور پانګونه وه

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وږې میاشتې په ۲۲ مه نېټه د امریکا متحده ایالتونو واشنګټن ډي سي ته د سفر. . .

شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۱۱:۶
Background image

د مالیې وزارت سرپرست: موږ د افغانستان سترو ښارونو ته د اوبو رسونې او د هیواد د اوبو ښه مدیریت په برخه کې د نړیوال بانک د تخنیکي همکاریو غوښتونکي یو

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وږې میاشتې په ۲۲ مه نېټه د امریکا متحده ایالتونو واشنګټن ډي سي ته سفر وکړ. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۱ - ۱۰:۴۶
Background image

د افغانستان حکومت او اروپایي ټولنې ترمنځ د دولت جوړونې قرارداد پنځلسمه تخنیکي ناسته وشوه

د مالیې وزارت د څار، تحلیل او راپور ورکونې لوی رئیس ښاغلي محمد ناصر صدیقي، او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د مرستو استازې ښاغلي ډېویډ بیرتون، په ګډه مشرۍ د دولت جوړونې قرارداد. . .

BACK TO NEWS