په فاریاب ولایت کې بېلابېلو برخو ته د مالیاتي نظام په تړاو د عامه پوهاوي سیمینارونه وړاندي شول

دوشنبه، ۲۵ لړم ۱۴۰۵5 دقیقې لوست
په فاریاب ولایت کې بېلابېلو برخو ته د مالیاتي نظام په تړاو د عامه پوهاوي سیمینارونه وړاندي شول

د لړم۲۵مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د فاریاب پوهنتون د اقتصاد او حقوقو پوهنځیو محصلینو او استاذانو او د دغه ولایت سوداګرو، صنعتکارانو، صنفي برخې او معاملاتو د لارښوونې استازو ته د مالیاتي نظام، د رامنځته شویو نویو تخفیفونو، د هغوی د ګټو او اړوندو مالیاتي کړنلارو په اړه د عامه پوهاوي سیمینارونه وړاندې شول.
د سیمینارونو په لړ کې د یادو برخو مسئولینو د دغه ډول سیمینارونو هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه، چې په مالیاتو کې د رامنځته شویو تخفیفونو موخه د هیوادوالو لپاره د اسانتیاوو برابرول، د کاروبارونو پیاوړتیا او د خصوصي سیکټور د فعالیتونو ملاتړ دی او سربېره پر دې د پوهنتون له علمي ټولني سره د مالیاتي معلوماتو شریکول د محصلینو د مسلکي پوهې د پیاوړتیا او د مالیاتي فرهنګ د پراختیا لپاره مهم ګڼل کېږي.
وروسته بیا د مالیاتو په برخه کې د نویو تخفیفونو، د مالیاتو د ډولونو، اړوندو کړنلارو، د مالیه ورکوونکو د حقونو او مکلفیتونو او همدارنګه د راټولو شویو مالیاتو او عوایدو د لګښت د ځایونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
په پای کې د فاریاب پوهنتون د اقتصاد او حقوقو پوهنځیو محصلینو او د خصوصي سیکټور استازو د دغه ډول سیمینارونو د جوړېدو له کبله د عوایدو لوی ریاست له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ د ورته عامه پوهاوي پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.