په جوزجان ولایت کې بېلابېلو برخو ته د مالیاتي نظام په تړاو د عامه پوهاوي سیمینارونه وړاندې شول
چهارشنبه، ۲۷ لړم ۱۴۰۵5 دقیقې لوست

د لړم۲۷مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لورې د جوزجان پوهنتون د اقتصاد او حقوقو پوهنځیو محصلینو او استاذانو، سوداګرو، صنعتکارانو او معاملاتو د لارښوونې استازو ته د مالیاتي نظام، نویو تخفیفونو، د هغوی د ګټو او اړوندو کړنلارو په اړه د عامه پوهاوي سیمینارونه وړاندې شول.
د جوزجان پوهنتون علمي مرستیال د راغلي پلاوي هرکلی وکړ او دغه ډول سیمینارونه یې د محصلینو د پوهاوي او د مالیاتي فرهنګ د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل.
په سیمینارونو کې ګډونوالو ته د نویو مالیاتي تخفیفونو، اړوندو کړنلارو، د مالیه ورکوونکو د حقونو او مکلفیتونو په اړه معلومات وړاندې شول او پوښتنو ته یې ځوابونه وویل شول.
په پای کې ګډونوالو د دغه ډول پروګرامونو د جوړېدو هرکلی وکړ او د مالیاتي پوهاوي د لا پراختیا لپاره یې د ورته سیمینارونو دوام مهم وباله.