د مالیې وزارت او برنا د غاښونو مجتمع ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د لېندۍ ۴مه ۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت او برنا د غاښونو مجتمع ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک د مالیې وزارت کارکوونکو او د هغوی د کورنیو غړو ته د تخصصي، معیاري او باکیفیته روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو رئیس مولوي عبيدالله ابواحمد او د برنا د غاښونو مجتمع اجرائیوي رئیس میلاد نادي له لوري لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک پر بنسټ به د برنا د غاښونو مجتمع د مالیې وزارت کارکوونکو او د هغوی د کورنیو غړو ته په مسلکي معیارونو برابر روغتیايي خدمات له(۴۰) سلنه تخفیف سره وړاندې کوي. همدارنګه هغو کارکوونکو ته، چې د درملنې لګښتونه په یو ځل نه شي ورکولای، له (۳تر۱۲) میاشتو پورې د قسطونو په بڼه د پیسو ورکولو اسانتیاوې هم په پام کې ورته نیول شوې دي؛ ترڅو وکولای شي په ډاډه زړه له خپلو اړینو خدماتو څخه ګټه پورته کړي.
د مالیې وزارت مستحق او پر شرایط برابر کارکوونکي او د هغوی د کورنۍ غړي به دې روغتون ته ور وپېژندل شي او له خدمتونو څخه به یې برخمن شی.
د یادونې وړ ده، چې د قسطونو له لارې د پیسو ورکړې خدمتونه به د افغانستان نړیوال بانک، عزیزي بانک، غضنفر بانک، حسابپي او نورو جواز لرونکو مالي بنسټونو له لارې ترسره کېږي.