د ګمرکونو او عوایدو معینیت نوی جوړ شوی جومات د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو

چهارشنبه، ۲۲ تله ۱۴۰۵5 دقیقې لوست
د ګمرکونو او عوایدو معینیت نوی جوړ شوی جومات د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت په انګړ کې د څه باندې (۱۲.۷) میلیونه افغانیو په لګښت نوی جومات جوړ او د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د ګمرکونو، عوایدو او مالي او اداري لویو رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو هم ګډون پکې کړی و، د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو.

د تلې ۲۲مه، ۱۴۰۵هـ.ل

د غونډې په پیل کې د مالیې وزارت مالي او اداري لوی رئیس، مولوي احمد شاه شاکر په خپلو خبرو وویل، چې یاد جومات له ساختماني پلوه بشپړ شوی او د ګمرکونو او عوایدو معینیت کارکوونکو ته په کار ده، چې د جومات معنوي اړخ هم پیاوړی کړي او خپل لمونځونه په جماعت سره په همدې جومات کې ادا کړي.
دغه جومات په دوو پوړونو کې په عصري ډول جوړ شوی او د اوداسه لپاره د عصري ځای د لرلو سربېره، په یو وخت کې د شاوخوا (۱۰۰۰) لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت لري.
د یادونې وړ ده، چې د دې جومات لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي میزانیې (بودیجې) څخه ورکړل شوی او د جوړولو چارې یې د یوه افغان شرکت له لوري ترسره شوې دي.