د لغمان د مستوفیت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

د تلې۲۸مه۱۴۰۵هـ.ل
مولوي عبدالرحمن حبیب زوی، چې د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) د حکم پر بنسټ د لغمان مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د عوایدو لوی رئیس سفر محمد سحر له لوري د دغه ولایت د مستوفیت کارکوونکو، اړوندو ولایتي مسئولینو، سوداګرو او صنعت کارانو ته د نوي مستوفي په توګه ور معرفي شو.
د غونډې په پیل کې د یاد مستوفیت پخواني مستوفي له اړوندو مسئولینو، سوداګرو، صنعتکارانو او د مستوفیت له کارکوونکو وغوښتل، چې له نوي مستوفي سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
وروسته بیا د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په خپلو خبرو کې وویل، چې د اسلامي نظام د مسئولیتونو ترسره کول د امانت، اطاعت او ژمنتیا غوښتنه کوي او د نظام د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره باید ټول مسئولین خپلې دندې په اخلاص او صداقت ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د نوي مستوفي د معرفت ترڅنګ، د مستوفیت د چارو د تنظیم او د اړوندو ادارو، سوداګرو او صنعتکارانو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت هم خبرې وشوې.