په نورستان کې سوداګرو، صنعتکارانو او کسبګرو ته د نویو مالیاتي تخفیفونو په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو

د تلې۳۰مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لورې د نورستان ولایت سوداګرو، صنعتکارانو او کسبګرو ته په مالیاتو کې د رامنځته شویو نویو تخفیفونو او اړوندو مالیاتي موضوعاتو په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.
په دغه سیمینار کې ګډونوالو ته د نویو مالیاتي تخفیفونو، د مالیاتو د ډولونو، نورمونو، مالیاتي کړنلارو او د عوایدو او مالیاتو د مصرف د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل شول. همدارنګه، د مالیاتي قوانینو او مقرراتو پر رعایت او پر خپل وخت د مالیاتو د ورکړې پر اهمیت هم ټینګار وشو.
په پیل کې د نورستان ولایت مستوفي، مولوي محمد امیر، د سیمینار ګډونوالو ته په خبرو کې وویل، چې د مالیې وزارت له لورې د مالیاتو راټولول د سوداګرو د ملاتړ او خلکو ته د عامهالمنفعه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ترسره کېږي.
د سیمینار په پای کې د ګډونوالو ستونزې، نظرونه او وړاندیزونه د راتلونکو اقداماتو او د مالیاتي خدمتونو د لا ښه والي په موخه ثبت شول.
د سیمینار ګډونوالو د دغه معلوماتي پروګرام له جوړېدو قدرداني وکړه او د مالیاتي موضوعاتو په اړه د عامه پوهاوي د کچې لوړولو لپاره یې د ورته سیمینارونو د دوام غوښتنه وکړه.