د عوایدو لوی ریاست لپاره نوی عملیاتي مرستیال معرفي شو
شنبه، ۲ لړم ۱۴۰۵4 دقیقې لوست

د لړم۲مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معینیت د عوایدو لوی ریاست لپاره ښاغلی مولوي نورحسن محسن د نوي عملیاتي مرستیال په توګه معرفي شو.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، چې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفـر محمد سحر، د عوایدو تخنیکي مرستیال، د عوایدو رئیسانو، مشاورینو او آمرینو ګډون کړی وو.
د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفـر محمد سحر نوي عملیاتي مرستیال ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ورسپارل شویو چارو په ترسره کولو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او د نوموړي لپاره یې د لا زیاتو بریاوو دعا وکړه.
د یادونې وړ ده، چې ښاغلي مولوي نورحسن محسن تر دې وړاندې د ننګرهار مستوفیت د مستوفي په توګه دنده ترسره کوله.