د معاشونو د ځنډ په تړاو خپرې شوې اوازې ناسمې دي

دوشنبه، ۴ لړم ۱۴۰۵5 دقیقې لوست
د معاشونو د ځنډ په تړاو خپرې شوې اوازې ناسمې دي

د لړم۴مه۱۴۰۵هـ.ل

د تېرو څو ورځو راهيسې په یو شمېر رسنيو او ټولنیزو پاڼو کې، چې د امارتي ادارو د معاشونو د ځنډ په تړاو کومې اوازې خپرېږي، په مطلق ډول ناسمې دي.
د ماليې وزارت سره له دې، چې دا اوازې ردوي هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چي د امارتي ادارو د محترمو کارکوونکو معاشونه به، په نورمال ډول له کومې ستونزې پرته پر خپل وخت اجراء شي.