په لغمان ولایت کې بېلابېلو برخو ته د مالیاتي نظام په تړاو د عامه پوهاوي سیمینارونه وړاندې شول

دوشنبه، ۴ لړم ۱۴۰۵5 دقیقې لوست
په لغمان ولایت کې بېلابېلو برخو ته د مالیاتي نظام په تړاو د عامه پوهاوي سیمینارونه وړاندې شول

د لړم۴مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د لغمان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلینو او استاذانو او د دغه ولایت د خصوصي سیکټور استازو ته د مالیاتي نظام، د رامنځته شویو نویو تخفیفونو، د هغوی د ګټو او اړوندو مالیاتي کړنلارو په اړه د عامه پوهاوي سیمینارونه وړاندي شول.
د سیمینارونو په لړ کې د یادو برخو مسئولینو د دغه ډول سیمینارونو هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه، چې په مالیاتو کې د رامنځته شویو تخفیفونو موخه د هیوادوالو لپاره د اسانتیاوو برابرول، د کاروبارونو پیاوړتیا او د خصوصي سیکټور د فعالیتونو ملاتړ دی او سربېره پر دې د پوهنتون له علمي ټولنې سره د مالیاتي معلوماتو شریکول د محصلینو د مسلکي پوهې د پیاوړتیا او د مالیاتي فرهنګ د پراختیا لپاره مهم ګڼل کېږي.
وروسته بیا د مالیاتو په برخه کې د نویو تخفیفونو، د مالیاتو د ډولونو، اړوندو کړنلارو، د مالیه ورکوونکو د حقونو او مکلفیتونو او همدارنګه د راټولو شویو مالیاتو او عوایدو د مصرف د ځایونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول. 
په وروستیو کې د لغمان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلینو او د خصوصي سیکټور استازو د دغه ډول سیمینارونو د جوړېدو له امله د عوایدو لوی ریاست له رهبرۍ څخه مننه وکړه او د ورته عامه پوهاوي پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه.