د دعوت او ارشاد ریاست د دیني او عقیدتي درسونو د ازموینې پایلې اعلان شوې

د لړم۷مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د یوې غونډې په ترڅ کې د خپلو دیني او عقیدتي درسونو د ازموینې پایلې اعلان کړې.
په دې مراسمو کې د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند، اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي، د دعوت او ارشاد چارو د انسجام عمومي رئیس مولوي محب الله مخلص، د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالهادي حماد او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی وو.
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدو وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې د “العصر“ مبارکې سورې په استناد، (ایمان)، (نېک عمل)، (د حق دفاع) او (د صبر سپارښتنه)د فلاح او بریا څلور محورونه وبلل. نوموړي د (امر بالمعروف او نهی عن المنکر) فریضې په ترسره کولو ټینګار وکړ او د (ټولني حالاتو د بې پروايي) د پایلو او عواقبو په اړه یې خبرداری ورکړ.
د دعوت او ارشاد عمومي ریاست د چارو د انسجام رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې په هر وزارت او خپلواکو امارتي ادارو کې د دعوت او ارشاد ریاستونو د جوړولو موخه د کارکوونکو د دیني تشې ډکول دي. نوموړي زیاته کړه، چې پر کارکوونکو لازمه ده، چي خپل صورت او سیرت د اسلامي شریعت له احکامو سره سم برابر کړي، خپل لمونځونه په جماعت ادا کړي او هغو عقیدتي او دیني درسونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، چې د هر وزارت او ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري وړاندې کېږي.
په پای کې د دې ازموینې ممتاز ګډونوال وستایل شول او مراسم د خیر دعایې په ویلو سره پای ته ورسېدل.