د مستوفیتونو له مسئولینو سره د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست انلاین ناسته وشوه

یکشنبه، ۱۷ لړم ۱۴۰۵5 دقیقې لوست
د مستوفیتونو له مسئولینو سره د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست انلاین ناسته وشوه

د لړم۱۷مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال مولوي نورالحسن محسن په مشرۍ د مستوفیتونو له مسئولینو سره د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست انلاین ناسته وشوه.
په پیل کې ښاغلي محسن د مستوفیتونو د کاري بهیر د لا ښه والي او د چارو د اغېزمن مدیریت په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې کله د داخلي یا عالي تفتیش پلاوي او یا هم د پلان، تحقیق او نظارت مسئولین د مستوفیتونو د فعالیتونو د ارزونې او څارنې په موخه مستوفیتونو ته ځي او د چارو د ښه والي لپاره سپارښتنې کوي؛ نو د دغو سپارښتنو د تعقیب او عملي کولو په موخه دې په مستوفیتونو کې ګډې کمېټې جوړې شي؛ ترڅو اړوندې سپارښتنې په منظم ډول وڅارل شي او په ټاکل شویو برخو کې یې د تطبیق لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
همدارنګه، د ناستې په ترڅ کې د مرکز په کچه د کرایې ونډې، د اصنافو او حقیقي اشخاصو د مالیې د تثبیت او تصفیې په اړه معلوماتي پریزینټېشن هم وړاندې شو او ګډونوالو ته د یادو موضوعاتو اړوند لازم معلومات ورکړل شول.
د ناستې په وروستۍ برخه کې ګډونوالو خپلې پوښتنې او کاري ستونزې مطرح کړې، چې د مسئولینو له لوري ورته ځوابونه ورکړل شول او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه د لا څېړنې او اړوندو مسئولینو سره د شریکولو په موخه واورېدل شول.