دګمرکونو ریاست

دګمرکونو ریاست
تر جنګ جګړې او کورنې شخړې وروسته د افغانستان اسلامي جمهوریت دې ټکي ته متوجه دي چې بايد په جدي او بيړنۍ توګه د افغاتستان نړيدلي بنسټونه او ټولنيزې سرچينې ورغول شي ترڅو د افغانستان له خلکو سره لومړنۍ مرستې تر سره شي. د ګمرکونو ریاست هڅه کوی چې د عوایدو راټولول او د کاربار اندازه زیاته کړي، همدا راز د ګمرکونو ریاست په عصري وسایلو سنمبال کړي چې پانګه آچونه زیاته شي، په تجارت او کاروبار اسانتیا رامنځ ته شي او په ترڅ کې  اقتصادی وده او ټولنیزه خیر ښیګڼه وغوړیږي. همدا راز د دولت په تقویه کولو کې هم ستر رول ترسره کولای شي.
د ګمرکونو ریاست ددې موخې د ترلاسه کولو له پاره پنځه کلن پلان جوړ کړی دی او دوه کالو را په دیخوا ورباندې کار کیږي. ددې پلان په عملي کیدو سره به عواید زیات شي او د صادراتو او وارداتو په کړنلارو کې به ښه والی راشي. د ګمرک د مراحلو ساده کول او د فزیکي بنیادونو بیارغاول پیل شوي دي. د ګمرکونو ریاست په پام کې لري چې د مرکز او ولایتي دفترونه سره منسجم کړي او ددوی ظرفیت په داسې کچه پورته بوزي چې لوړ پوړي چارواکي وکولی شي چې ګمرکي فعالیتونه په بشپړه توګه اداره  او نظارت کړل شي. د ګمرکونو د روزنې د اکاډمۍ پرانیستل د ظرفیتونو د روزنې له پاره لومړی ګام دی چې په نړیواله کچه ظرفیت به رامنځ ته کړي.
په ګمرکونو کې د ASYCUDA په نوم د نوې ټکنالوژۍ کارول په صادراتو، وارداتو او ټرانزیټ باندې بشپړ کنټرول راولي چې د فساد په مخنیوي کې عمده رول لوبوي. د ګمرکونو ریاست داسې ګامونه اخلي چې د نړیوال معیار سره سم د معلوماتو یو داسې ډټابیس معرفي کړي چې د صادراتو او وارداتو کیفیت ترې څرګند شي.
افغاني ګمرکونو د نړیوالو ګمرکونو د اداري(WCO) یو فعاله غړی دی او د تجارت په نړیواله اداره(WTO) کې د یو ناظر رول هم لري. د افغانستان ګمرکونه د تجارت د اسانتیاؤ له پاره د سیمې په ادارو کې یو مهم رول لوبوي.

د ګمرکونو ریفورم:
د ګمرکونو ریفورم او عصري کېدل د اقتصادي پرمختګ او په هېواد کې د آمن له پاره هم مهم ګڼل کېږي. د ریفورم په ترسره کېدو سره به د عوایدو راټولول زیات شي، د ملي بودیجې د کسر څخه به مخنیوی وشي او هېواد ته به د زیانمنو توکو د واریدیدو مخه ونیول شي. د ښو عوایدو په ترلاسه کیدو سره به دولت وکولی شي چې د ښه امنیت، اقتصادي ودې، ولسواکۍ، ټولنیزي پراختیا او د بازار اقتصاد له پاره خپلې ژمنې ترسره کړل شي او د ګمرکونو په ښو خدمتونو سره به تجارت وده وکړي.
د ګمرکونو ریاست په تېرو څو کلونو کې د عصري کولو، قانون جوړولو، ظرفیت لوړولو، کنټرول، د زیر بناؤ په جوړولو او د قوانینو د عملي کولو په برخه کې د پام وړ لاس ته راوړنې لري. د اصلاحاتو موخه داده چې د ګمرکونو سیستم پراخه شي او د اتوماته قوانینو، کړنلارو او مراحلو په پلې کېدو سره د عوایدو راټولول زیات شي. دغه سیستم د موادو د تصفیې او د تجارت په برخه کې د مامورینو د تماس په کمبود کې مرسته کوي او د فساد مخه هم ورسره نیول کېږي. د اتومات مراحلو او د موادو د نړیوال ترانزیټ د کړنلارو سربیره، افغانستان د سیمې په یو تجارتي پل هم بدلیږي.
د ریفورم مراحل کولی شي د ریاست د سامان الاتو په اجرا کې مهم رول ولوبوي او کولی شي چې د مخدره توکو او چاپیریال ته د زیان رسوونکو توکو په قاچاق کې کموالی راولي. د ګمرکونو ریاست هوډ کړی دی چې د غیر مطلوب صادره وونکو او واردوونکو په وړاندې به جدي عمل کوي. د یوې قوي استخباراتی شبکې په جوړیدو سره به د ګمرکونو ریاست په دې وتوانیږي چې د نورو امنیتي ادارو په همغږیتوب کې مهم رول ولوبوي.
د ریفورم هدف دا نه دی چې د سوداګرو سره په ټکر کې واقع شي، بلکې غواړي چې له دوی سره د قوانینو د ښه ایجاب له پاره شریک شي چې په ترڅ کې به یې سوداګر وکولی شي چې د خپلو تجارتی معاملو نرخونه راکم کړي.
ګمرکونه د خپلو فعالیتونو له امله د مامورینو یو لوی تشکیل لري. د ریفوم هدف دادی چې نوموړی تشکیل اصلاح کړي او یو سم، په منطق ولاړ، د ګمارنی د سیستم سره سم تشکیل جوړ کړي، همدا راز د سمو خدمتونو په وړاندې کولو، حسابده، په نظم او دسپلین ولاړ او د یو داسې میکانیزم جوړ کړي چې په مامورینو کې اخلاقي معیارونه لوړ کړي.
د ګمرکونو ریاست د نورو ګمرکی ادارو په شان پورته یاد شوي خالص خدمتونه وړاندې کوي، خو ورسره په څنګ کې د مصرف کوونکو ساتل، د مضرو موادو څخه مخنیوی، د مالی تفتیش سره همکاري او په پای کې د نورو مالیاتو په راټولولو کې هم کار کوي.
د ګمرکونو فعالیتونه اوسمهال ډیرو سیمو ته غځیدلي دي او ډیر ګمرکي دفترونه هم لري، خو د ودانیو، کاري ځایونو او وسایلو کمښت هم لري. په پلان کي لرو چې نوموړې ستونزې هم حل کړو.
د ګمرکونو ریاست د یو اضافي مسؤولیت په ترسره کولو سره د ګمرکونو د زیربنایي جوړښتونو د جوړولو ته هم ژمن دی، سره ددې چې دا ډول کارونه د ګمرکونو په صلاحیت کې شامل نه دي. د اوسمهال کمو اسانتیاؤ ته په پام سره د ترمینال ودانیو فزیکي جوړښت او د مالونو د ځای په ځای کولو د وسایلو برابرول د تجارت د اړینو اسانتیاؤ څخه ګڼل کیږي. د ریفورم پروګرام د دا ډول انکشافي کارونو او تخنیکي مهارتونو د وړاندې کولو له پاره مهم ګڼل کیږي ترڅو د ملکي کارونو تهیه او تدارکات او ددې اسانتیاؤ تنظیم په خپله غاړه واخلي.

د افغانستان ستراتیژیک ارزښت:
افغانستان په ستراتژیک ډول د منځني ختیځ، مرکزي آسیا او د هند د کوچنې وچې په منځ کې پروت دی. دغه هېواد په وچه کې د خپل موقعیت له امله د موادو د ترانزیټ له پاره په ګاونډیو هېوادونو متکي دی. پاکستان او ایران هغه دوه هېوادونه دي چې افغانستان د دوی له لارې کولی شي چې بحري بندرونو ته لار پیدا کړي. له یوې خوا د عربو په بحیره کې د کراچې بندر او له بلې خوا د فارس په خلیج کې د عباس بندر پراته دي.
د پاکستان لویې لارې د کراچې  بندرونه سره نښلوي. د قسیم او د ګوادر نوی بندر د افغانستان په پوله کې تورخم او سپین بولدک ته نژدې او بندر عباس په افغاني پوله کې  زرنج او اسلام قله ته نژدې دي.
نو ویلی شو چې هغه مسیر چې د مرکزي آسیا هېوادونو ته ځي افغانستان د روسیې سره او بالاخره له اروپا سره نښلوي. همدا راز د ارام سمندر بندرونه د تاجکستان له لارې(په افغانستان کې د شیرخان بندر ته نژدې)ازبکستان(د حیراتانو بندر ته نژدې) او ترکمنستان (د تورغونډۍ بندر ته نژدې) پراته دي.
د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله افغانستان کولی شي چې د پاکستان او ایران له پاره مرکزي آسیا ته او د مرکزي آسیا سمندر، تورې بحیرې، اروپا او بالاخره چین ته د لنډې لارې په توګه رول ولوبوي.
د سوداګرې او ګمرکونو کاري ګروپ(TCWG) په ۲۰۰۴ میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې د مرکزي آسیا د ترانسپورټ او تجارت په هکله د آسیا پرمختیایي بانک په نوښت په بنکاک کې غونډه وکړه او د تجارت د پراختیا له پاره یې دغه لاندې دوه مسیرونه مهم وبلل:
د جنوب- شمال مسیر چې د پاکستان د کراچۍ، قسیم او ګوادر بندرونه د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره نښلوي او د ختیز او لویدیز مسیر د ایران د چاه بهار او بندر عباس د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره نښلوی.
افغانستان په خپل جغرافیایي ارزښت پوهیږي او د هغه مسؤولیت څخه خبر دی چې د سیمې د تجارت د اسانتیا له پاره د دوی پر اوږو پروت دی. د نوموړي ارزښت ته په پام کې نیولو سره د افغانستان ګمرکونو یو اساسي پروګرام تر غور لاندې نیولی او موخه یې داده چې د تجارت او صنعت له پاره یوازې د خپل ځان له پاره نه، بلکې د سیمې د ټولو هېوادونو له پاره یو پراختیا رامنځ ته کړي
د احمد رشاد پوپل ژوند لیک
ښاغلی احمد رشاد پوپل اوس مهال د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس په توګه دنده ترسره کوي، نوموړی د افغانستان د ګمرکونو عمومي ریاست (ACD)، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پیسو راټولو ترټولو ستره سرچینه ده، څارنه کوي. د ښاغلي احمد رشاد پوپل، تر ریاست لاندي د افغانستان ګمرکونو لوی ریاست ټولو سوداګرو ته د غوره سوداګریزو چوپړتیاوو وړاندي کولو په موخه ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته کړي دي، څو له یوه اړخه سوداګر وهڅول شي او له بله اړخه د افغانستان په اقتصادي وده کې  مرسته وکړي او د افغانستان د ګمرکونو عایدات په رڼه توګه راټول او د عامه خدمتونو په برخه کې ولګول شي.
ښاغلي احمد رشاد پوپل، له دې وړاندي د مالیې وزارت د عوایدو په معینیت کې د سترو مالیه ورکوونکو د رئیس او د ګمرکونو او مالیو د عامه پوهاوي آمر په توګه دنده ترسره کړي ده او د نوموړي مسؤلیت د سترو مالیه ورکوونکو له مالیو څارنه او مدیریت او دا رنګه هغوی ته غوره چوپړتیاوې وړاندي کول وو.
ښاغلي پوپل، له مالیې وزارت مخکې د افغانستان امریکایي پوهنتون حرفه یي پراختیایي انسټیټوټ د مدیر او د پروګرامونو پراختیا په برخه کې د یاد پوهنتون د رئیس ځانګړي مرستیال په توګه دنده ترسره کړي ده. خلکو ته د روزنېزې دورې چمتو کول، په انګلیسي ژبه د تخصصي پروګرامونو او مدیریت جوړول، مدیریت، مشري، اړیکې او کمپیوټري ټکنالوژۍ او ګڼ نور موضوعات برابرول د نوموړي مسؤلیتونه ول.
ښاغلي پوپل، د افغانستان امریکایي پوهنتونه وړاندي د افغانستان فني او حرفه ایي موسسې مالي او اداري مدیر وو او د بودیجې مدیریت، مرکزي او سیمه ایز مدیریت، مالي راپور، بشري سرچینې او نورو اداري فعالیتونو چارې په مخ وړي دي.
په دې سربېره ښاغلي پوپل، د اقتصادي همکاریو سازمان کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د استازي او په خصوصي برخه کې د وزیر سلاکار په توګه کار کړی. له دې وړاندي یې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې د لوی مدیر په توګه کار دنده ترسره کړي. نوموړي له ټولو بوختیاوو سره د ګڼو مؤسسو د مدیره په پلاوي توګه هم دنده کړي، لکه عزیزي بانک.
د یوه فولبرایټ محقق په توګه، نوموړي په نیوجرسي کې د Fairleigh Dickinson له پوهنتونه د سیلرمن سوداګرۍ له پوهنځې څخه د حسابدارۍ او مالي چارو ماسټري او لیسانس سندونه ترلاسه کړي دي.
ښاغلی پوپل، له ۲۰۱۴ کال راپدېخو تر دې مهاله د افغانستان امریکایي پوهنتون کې د سوداګرۍ برخې د ښوونکي په توګه زده کړې ورکوي.