د بدخشان ولایت د برېښنا رسونې هوکړه لیک لاسلیک

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۸ - ۱۵:۳۷
خبر

د بدخشان ولایت برېښنا رسونې هوکړه لیک نن د سلواغې میاشتې په ۲۸ مه نېټه د افغانستان برېښنا شرکت او اغاخان پراختیایي بنسټ ترمنځ لاسلیک شو.

دغه پروژه په ټولیز ډول د ۹۱ میګاواټه برېښنا په تولید سره د ۶۳۱ میلیونه امریکایې ډالرو په ارزښت ده چې د ۲۲۰ کیلو ولټه (KV) په ځانګړتیاوو د ۱۱۰ کیلو ولټه (KV) د برښنا لیږدولو خط وړتیا لري چې د ویش شبکه به یې په ټول بدخشان کې د برښنا انرژۍ تمدید کړي.

د دې هوکړه لیک لاسلیکولو په مراسمو کې د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوي لوی ریاست سرپرست ښاغلي ډاکټر خالد ستانکزي، د بدخشان انرژۍ کمپنۍ، د اغاخان پراختیایي بنسټ سفیرې، د افغانستان لپاره د اسیایي پراختیا بانک استازي او یو شمېر دولتي مسؤلینو ګډون کړی وو.

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د دې پروژې د هوکړه لیک لاسلیکولو په تړاو وویل:" د عامه او خصوصي مشارکت او له کورنیو سرچینو د انرژۍ تولید خپلواکۍ له لارې د خصوصي برخې پانګونه د افغانستان حکومت له پالیسو او موخو ګڼل کېږي. د اغاخان پراختیایي بنسټ چې په دې برخه کې د سیمې په کچه له ښو تجربو برخمن دی، د بدخشان ولایت د برېښنا رسونې پروژه د ۶۳۱ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونه مخته وړي او د دې ولایت اوسېدونکو ته به د برېښنا انرژي چمتو کړي. د دې پروژې قرارداد د ۳۰ کلونو مودې لپاره وړاندیز شوی ده او په بيلابیلو پړاوونو کې به پلي شي."

نوموړي زیاته کړه:"د دې پروژې په پلي کېدو به؛ سره له دې چې د دې ولایت اوسېدونکي به د برېښنا له انرژۍ برخمن شي، د پروژې په بهیر کې به له ۲۰۰۰ زیاتو وګړو ته کاري فرصتونه رامنځته شي، د ژوند په چارو او د هیواد په ملي عوایدو به مثبت اغېز ولري."

خبر

د اغاخان پراختیایي بنسټ سفیرې اغلې شهرزاده هیرجي وویل:" موږ غواړو د دې کم نظیره چوکاټ له لارې چې د افغانستان دولت له لوري جوړ شوی دی، د انرژۍ تولید، لېږد او وېشلو په ګډون په بدخشان ولایت کې د انرژۍ سیستم جوړولو په موخه د خصوصي سکټور ملاتړ وکړو."

خبر

د دې پروژې د قرارداد موده ۳۰ کاله وړاندیز شوې ده، چې په مختلفو پړاوونو کې به پلي شي. د هر پړاو د پلي کولو لپاره یې اووه کاله په پام کې نیول شوي. د قرارداد په لومړۍ ربعه کې د بدخشان ولایت ۵۰ سلنه او په دویمه ربعه کې به د دې ولایت ټول وګړي له برېښنایي انرژۍ برخمن شي. د پانګونې په بڼه له لومړي پړاوه ترلاسه شوې ګټه به په دویم پړاو همدا شان په ټولو پړاوونو کې وکارول شي.

خبر

د یادونې وړده، چې د عامه او خصوصي مشارکت او له کورنیو سرچینو د انرژۍ تولید خپلواکۍ له لارې د خصوصي برخې پانګونه د افغانستان حکومت له پالیسو او موخو ګڼل کېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۴۰
Background image

د ننګرهار ګمرک کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو د تشرېح او پوهاوي سیمینار پیل شو

د غبرګولي۲۳مه ۱۴۰۵هـ.ل
د ننګرهار ګمرک ریاست له لوري د دې ریاست او تورخم ګمرک آمریت (۲۰۰) کارکوونکو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د فرمانونو د ښه تطبیق په موخه د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۴۱
Background image

د کورنۍ پلټنې لوی رئیس د امارتي املاکو لوی ریاست د رهبرۍ له پلاوي سره وکتل

د غبرګولي۲۳مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی رئیس ملا عصمت الله منیب په اړونده کاري برخه کې د ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه د امارتي املاکو له لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۲۷
Background image

د مستوفیتونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د غبرګولي ۱۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال په مشرۍ او د دغه ریاست تخنیکي مرستیال، اړوند رئیسانو، آمرینو او د تنفیذ او مالیاتي اطاعت پذیرۍ عمومي مدیرانو. . .

BACK TO NEWS