د دولتي شرکتونو عمومي ریاست را ګرځول سوې ځمکي او ودانۍ
د دولتي شرکتونو لوی ریاست د مالیې وزارت یوه ستره عایداتي برخه ده، چي د ټولو دولتي شرکتونو رهبري او مدیریت پر غاړه لري، دغه ریاست په دې توانېدلی، چي د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته د دولتي شرکتونو اړوند لاندي ځمکي له غصب څه راوګرځوي.
۱- کندوز سپین زر (۲۷۱۶.۳۰) جریبه ځمکه؛
۲- د افغانستان نفت او ګاز شرکت (۴،۰۳۲) جریبه ځمکه؛
۳- د ارزاقو شرکت (۳۴) جریبه ځمکه؛
۴- د هوټلونو شرکت (۵)جریبه ځمکه؛
۵- ملي بس شرکت (۰،۵) جریبه ځمکه؛
۶- د کندهار نساجي شرکت (۵۱) جریبه ځمکه؛
۷- د بلخ نباتي غوړیو او پنبې شرکت (۲،۸۸۷) جریبه ځمکه؛
۸- د مرکز بار وړلو شرکت (۱۰،۵) جریبه ځمکه؛
۹- د اصلاح سوو تخمونو شرکت (۹۵۵۸،۷۱۳) جریبه ځمکه؛
۱۰- د پلخمري نساجي شرکت (۳۷،۵) جریبه ځمکه؛
۱۱- شمال د ډبرو سکرو شرکت (۵۰۵) جریبه ځمکه؛
۱۲- د فارمسي شرکت (۶،۵) جریبه ځمکه؛
۱۳- د افتنتو شرکت (۰،۰۶) جریبه ځمکه؛
۱۴- د افسوټر شرکت (۱۶،۸) جریبه ځمکه؛
۱۵- د غوري سیمټو دولتي شرکت (۱،۵) جریبه ځمکه؛
۱۶- د کور جوړوني شرکت (۰،۶۵۱) جریبه ځمکه؛
۱۷- د بنایي شرکت (۴۶،۴۲) جریبه ځمکه؛
۱۸- د افغاني ودانیز شرکت (۰،۷۵) جریبه ځمکه؛
۱۹- د هلمند ودانیز شرکت (۱۰۳۵) جریبه ځمکه؛
۲۰- د بغلان شکر شرکت موازي (۱۱۱۱) جریبه ځمکه؛
۲۱- د افغان نساجي موازي شرکت (۵۷،۹۲۶) جریبه ځمکه؛
پورته ذکر سوي جایدادونه د دولتي شرکتونو عمومي ریاست له لوري له زورواکو، غاصبینو او دولتي ادارو څخه بېرته د دولتي شرکتونو ملکیت ته را ګرځول سوي دي.
یادونه: د افغانستان اسلامي امارت د کابینې څلورمي ګڼي مصوبې او دویمي فقرې پر بنسټ (۴۶) موارده د دولتي شرکتونو غصب سوي جایدادونه د مالي او اداري کمېسیون له لوري ګمارل سوي کمېسیون ته د بیا پوښتني په موخه استول سوي دي.
