د عوایدو او ګمرکونو معینیت سرپرست: د تېر کال په پرتله زموږ عواید ۱۱ میلیارده زیات شويدي

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۰ - ۹:۳۱
خبر

د عوایدو او ګمرکونو معینیت سرپرست ښاغلي ولید تمیم، د عوایدو او ګمرکونو په برخه کې د مالیې وزارت لاسته راوړنې د لړم میاشې په ۱۹ مه نېټه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې له رسنیو سره شریکې کړې.

په دې کنفرانس کې چې د عوایدو لویي رئیسې اغلې امنې احمدي او د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي محمد عمر مومند، هم ګډون درلود، د عوایدو او ګمرکو نو معینیت سرپرست، د ملي عوایدو په راټولېدو، په عوایدي سرچینو کې د اصلاحاتو په پلي کولو، د افغانستان حکومت له مالي او اقتصادي اصلاحاتو د پیسو نړیوال صندوق د بریالۍ ارزونې، تنفذی اقداماتو او له اداري فساد سره د مبارزې، د سوداګریزو توکو له قاچاق سره په مبارزه، د عوایدي سرچینو په ښه مدیریت او نورو اړینو موضوعاتو په تړاو رسنیو ته معلومات ورکړل.

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معینیت سرپرست وویل:" په تېرو پنځو کلونو کې ملي عوایدو د پام وړ زیاتوالی کړی دی. په ۱۳۹۸ مالي کال کې د ملي عوایدو راټولېدو هدف ۱۸۸ میلیارده افغانۍ دی، چې تر دې دمه موږ وکولی شول ۱۶۵ میلیارده افغانۍ ملي عواید را ټول کړو، چې د تېر کال په پرتله ۱۱ میلیارده زیاتوالی ښيي."

په دې برخه کې عمده دلیلونه له اداري فساد سره جدي مبارزه، د توکو له قاچاق او مالیو له تېښتي مخنیوی، د جامع برېښنایي سیستمونو نصبول او په عوایدي سرچینو کې د پراخو اصلاحاتو پلي کول دي.
د عوایدو لویي رئیسې وویل:" له نېکمرغه موږ په ۳۳ ولایتونو کې عواید د سیګټاس سیستم له لارې راټول کړي. نوموړې زیاته کړه، موږ په دې برخه کې زیات اصلاحات پلي کړي دي او اوس مالیه ورکوونکي کولی شي، خپلې اظهار پاڼې په انلاین بڼه وړاندې کړي".

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي عمر مومند، هم  په هیواد کې له روانو شرایطو سره سم د ګمرکي تعرفې وضع کولو، په عوایدي سرچینو کې په اصلاحاتو، له قاچاق سره د مبارزې، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه د موسمي تعرفې په وضع کولو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې وکړې.

خبر

په پای کې د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د عوایدو او ګمرکونو معینیت د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ یوولسمه ناسته وشوه

د غویي۱۵مه١٤٠٥ هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون د اداري چارو د یوشان پرمخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۴۹
Background image

په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکې نیول شوي دي

د غویي ۱۵مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د کندهار، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کې په زیاته اندازه. . .

BACK TO NEWS