د مالیې وزارت د ګمروکونو د ۲۸ حکمی بستونو خبرتیا

admin_mof

درنو هیوادوالو!

د مالیې وزارت مشرتابه؛ د اصلاحاتو راوستلو او د مسلکي کادرونو د جذب په موخه، له څلورم تر شپږم پوري د ګمرکونو ۲۸ بستونه چې مخکي د ګمرکونو د اړتیاوو په صورت کې په حکمي توګه ګمارل شوي وو، اوس مهال د مالیې وزارت له ژمنې سره سم دغه بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې کېږي.

د مالیې وزارت مشرتابه؛ اعلان شویو بستونو ته په شرایطو له برابرو کسانو څخه په درنښت هیله کوي، چې په خپل ګډون سره د ملکي خدمتونو په ادارو کې د لا زیاتو اصلاحاتو راوستلو لپاره هر اړخیزه هڅه وکړي څو وکولی شو له اداري فساد څخه پاکه اداره رامنځته کړو.

د یادونې وړ ده، چې په شرایطو برابر کسان کولی شي فورمې او همداشان د اعلان شویو بستونو د دندو لایحې د مالیې وزارت له ویب سایټ www.mof.gov.af او فیسبوک پاڼې څخه د اعلان له خپریدو وروسته (26/09/1399 تر 10/10/1399) تر لاسه او د فورمو له ډکولو وروسته له خپلو معتبرو تحصیلي سندونو او کاري تجربو سره یو ځای په فزیکي ډول لاندې ادرس ته وسپاري.

· د عوایدو او ګمرکونو معینیت د بشري سرچینو مدیریت – د پلچرخي سړک

· د ولایتي ګمرکونو اداره (بلخ، کندز، آقینه، فراه، هرات، خوست، ننگرهار، کندهار، نیمروز).

د اړیکو شمېرې : 0202924624 – 0799370751

د دندو لایحې د لاندې لینک له لارې کتلی شئ.

https://mof.gov.af/dr/all-vacancies

د ګمرکی ولایتونو اعلان شوې بستونو لست 

وروستي اعلانونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د مالیې وزارت د ګمروکونو د ۲۸ حکمی بستونو خبرتیا

د مالیې وزارت مشرتابه؛ د اصلاحاتو راوستلو او د مسلکي کادرونو د جذب په موخه، له څلورم تر شپږم پوري د ګمرکونو ۲۸ بستونه چې مخکي د ګمرکونو د اړتیاوو په صورت

چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۹ - ۸:۵۰
Background image

د مالیاتي جریمو د معافیت خبرتیا

د مالیې وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې په منظورۍ، د مالیه ورکوونکو د ملاتړ په موخه هغه کسان چې له ۱۳۹۹ مالي کال څخه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۱ - ۱۰:۴۱
Background image

د ماليې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا

د بې اسناده موټرو ټولو مالکینو ته خبر ورکول کېږي چې سر له سبا چې د لېندۍ میاشتې له یولسمې نیټې سره سمون خوري خپل وسایط د ثبت لپاره د ثبت او فکري مالکیت مرکزي

Back to announcements