د مالیې وزارت سرپرست او په افغانستان کې د هندوستان سفیر جنوبي اسیا ته د منځنۍ اسیا د انرژۍ په لیږد خبرې وکړې

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۳۰ - ۱۴:۱۱
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د سلواغې میاشتې په ۲۹ مه نېټه د افغانستان لپاره د هندوستان له سفیر ښاغلي وینای کمار، سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د افغانستان لپاره د اسیایې پراختیا بانک رئیس هم شتون درلود، د مالیې وزارت سرپرست د شاتوت بند د کار پرمختګ تر څنګ له دوی سره سریلانکا ته د خپل وروستي سفر په اړه چې هلته یې د جنوبي اسیا د انرژۍ له کمشنرانو سره وکتل معلومات ورکړل او ویې ویل چې د جنوبي اسیا ټولو کمشنرانو جنوبي اسیا ته د مرکزي اسیا د انرژۍ په لیږد علاقمندي وښوده.
د هند سفیر وویل چې زموږ هیواد هم جنوبي اسیا ته د منځنۍ اسیا د انرژۍ لیږدول غواړي. د هند سفیر او د افغانستان لپاره د اسیایې پراختیا بانک رئیس په دې اړه د همکارۍ او مرستې ژمنه وکړه.
په دې کتنه کې د افغانستان په کوربه توب د کریک ناستې په جوړیدو خبرې وشوې، د افغانستان لپاره د اسیایې پراختیا بانک رئیس د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د مالیې وزارت سرپرست په دې کتنه وویل، چې افغانستان د هندوستان او افغانستان تر منځ د مستقیمو هوایې پروازونو غوښتونکی دی او دا د سریلانکا هیواد له غوښتنو څخه هم ده.
ښاغلي کمار وویل، چې موږ په دې برخه کې کومه ستونزه نلرو او د دواړو هیوادونو هوایې شرکتونه کولی شي مستقیم پروازونه تر سره کړي.

خبر


د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د هند له سفیر څخه غوښتنه وکړه چې د چابهار بندر په مسیر کې د کښتیو تګ او راتګ لپاره منظم مهالویش جوړ شي ترڅو افغان سوداګر د کښتیو له تګ او راتګ څخه خبر ووسي. نوموړي زیاته کړه کله چې افغان توکي د سمندر له لارې ممبیي ته ورسیږي له هغه ځایه دې د ریل له لارې بنګلدیش ته ولیږدول شي.
د هند سفیر د مالیې وزارت له دې وړاندیز څخه هر کلی وکړ او د خپل هیواد د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د عوایدو او ګمرکونو معینیت د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ یوولسمه ناسته وشوه

د غویي۱۵مه١٤٠٥ هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون د اداري چارو د یوشان پرمخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۴۹
Background image

په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکې نیول شوي دي

د غویي ۱۵مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د کندهار، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کې په زیاته اندازه. . .

BACK TO NEWS