د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د قطر له لومړي سفیر سره وکتل

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۳ - ۱۴:۴۲
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وري میاشتې په ۳ مه نېټه د افغانستان لپاره د قطر لومړني سفیر ښاغلي سعید مبارک الخیارین الهاجري، سره په خپل دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د قطر سفیر له دې هیواد سره د ډیپلماټیکو اړیکو په پیلیدو خوښي څرګنده کړه او د افغانستان او قطر ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي کمېټې د پرانیستو غوښتونکی شو. نوموړي زیاته کړه، چې موږ غواړو د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د دوه اړخیزه کمېټو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د مستقیمو هوایي دهلیزونو له لارې زیاتې کړو.
د مالیې وزارت سرپرست، د قطر د سفیر له وړاندیز څخه د هرکلي ترڅنګ د اړیکو په پراخېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، خوښ یم چې د افغانستان وګړي په قطر کې کار کوي او موږ هم له قطر سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخېدو غوښتونکي یو. نوموړي زیاته کړه، چې د دوه اړخیزه کمېټو او هوایي دهلیز موضوع به له اړوندو ادارو سره یاده کړي، څو یې تخنیکي کمېټې هر اړخیزه وڅېړي.
په دې کتنه کې د قطر سفیر د مالیې وزارت له سرپرست وغوښتل، څو دې هیواد ته سفر وکړي. د مالیې وزارت سرپرست، د هغوی د غوښتنې هرکلی وکړ او ویې ویل چې په مناسب فرصت کې به دې هیواد ته ورشي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۵:۲۱
Background image

د مالیې وزیر هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسئولینو په ملتیا هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ.
نوموړي، د دغه سفر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۹
Background image

په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

د غبرګولي ۲۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د کندهار، نیمروز، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۴۰
Background image

د ننګرهار ګمرک کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو د تشرېح او پوهاوي سیمینار پیل شو

د غبرګولي۲۳مه ۱۴۰۵هـ.ل
د ننګرهار ګمرک ریاست له لوري د دې ریاست او تورخم ګمرک آمریت (۲۰۰) کارکوونکو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د فرمانونو د ښه تطبیق په موخه د. . .

BACK TO NEWS