د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د کویټ له نا استوګن سفیر سره د پېژندنې لیدنه وکړه

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۳:۷
داوطلبی

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د کب میاشتې په ۲۰ مه نېټه د افغانستان لپاره د کویټ له نا استوګن سفیر سره د پېژندنې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د کویټ نا استوګن سفیر د افغانستان ولسمشرۍ د لوړې مراسمو ته له بلنې د مننې ترڅنګ د دې مراسمو د بریالي ترسره کېدو مبارکي وویله او د افغانستان او کویټ د تاریخي اړیکو یادونه یې وکړه. د افغانستان لپاره د کویټ نا استوګن سفیر وویل، چې هیواد یې د یوه پرمختللي افغانستان غوښتونکی دی او افغانانو د کویټ په پرمختګ کې مثبت رول لوبولی او د کویټ خلک او حکومت افغانانو ته په نېک نظر ګوري.
د مالیې وزارت سرپرست، د کویټ پراختیایي صندوق له مرستو مننه وکړه او د دواړو هیوادونو د ښو اړیکو یادولو ترڅنګ د دوه اړخیزه اړیکو د پراخېدو او په ځانګړي توګه کویټ ته د کرنیزو تولیداتو او هیواد د کانونو صادرولو غوښتونکی شو.
د کویټ نا استوګن سفیر وویل، چې هیواد یې له ازبکستان سره ښې اړیکې لري او هیله مند دی، چې دغه اړیکې د افغانستان، ازبکستان او کویټ په درې اړخیزه ښو اړیکو بدلې شي. همدا شان هغه د مالیې وزارت سرپرست ته بلنه ورکړه، څو کویټ ته سفر وکړي.
د مالیې وزارت سرپرست، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پراخېدو د ټینګار ترڅنګ وویل، چې په یوه مناسب وخت کې به دې هیواد ته سفر وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د اسیا پراختیایي بانک د پراختیایي پروژو د ارزونې په موخه ناسته وشوه

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، په مشرۍ، د اسیا پراختیایي بانک د پراختیایي پروژو د ارزونې په موخه ناسته چې د مالیې وزارت د پالیسۍ

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۵:۳۹
Background image

د مالیې وزارت سرپرست په پارلماني چارو کې د دولت له وزیر سره وکتل

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، نن په خپل کاري دفتر کې په پارلماني چارو کې د دولت له وزیر ګل بادشاه مجیدي سره وکتل.

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۸:۵۷
Background image

د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي ناسته ترسره شوه

د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي ناسته نن د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده په مشرۍ د دغه وزارت په خیبرهال کې ترسره شوه.

BACK TO NEWS