د مالیې وزیر د جاپان له سفیر سره وکتل
د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د جاپان له سفیر ښاغلي (OKADA Takashi ) سره د دې وزارت د مقام په دفتر کي وکتل.
د لیدني پرمهال د جاپان سفیر د مالیې له وزیر سره د جاپان او افغانستان د اړیکو پر تاریخچه، له افغانستان سره د دې هیواد پر مالي، بشري او پراختیایي مرستو او د دوه اړخیزه اړیکو پر پیاوړتیا خبري وکړې او زیاته یې کړه: د جاپان خلک او حکومت د یوه با ثباته افغانستان غوښتونکي دي، دوی د اسلامي امارت کړني ویني او دا ورته جوته سوې، چي اسلامي امارت فساد له منځه وړی او په ټول هیواد کي ئې امن راوستی.
د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت بدري، د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: اسلامي امارت له جاپان هیواد سره د خپلو اړیکو لا پیاوړتیا ته ژمن دئ، چاپان دي د بشري مرستو تر څنګ پراختیایي مرستي هم وکړي، افغانستان اوس د نړیوالي پانګوني لپاره په ښه فرصت بدل سوی او موږ د جاپان هیواد له سوداګرو او پانګوالو غوښته کوو، چي راسي دلته په زېربنایي او اساسي برخو کي پانګونه وکړي.
