د مالیې وزیر د کجکي برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۳ - ۱۵:۶
خبر

په دې لیدنه کي د مالیې له وزیر الحاج ملا هدايت الله بدري سره یو شمېر دولتي چارواکو، د سیمي قومي مخورو او علماوو ملتیا کوله د کجکي برېښنا بند او د هغه ترکي شرکت چي هلته یې پانګونه کړې ده لیدنه وکړه او د دې شرکت د ترسره سوو کارونو ستاینه یې وکړه.

د مالیې وزیر د یاد شرکت له مسؤلینو سره په خبرو کي د دوی د چارو د ستایني ترڅنګ وویل، چي موږ غواړو دغه شرکت د افغانستان په نورو برخو کي هم پانګونه وکړي. نوموړي زیاته کړه، چي افغانستان اوس مهال د هر راز پانګوني لپاره ښه فرصتونه لري او په دې برخه کي هیڅ راز امنیتي ستونزه نسته.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۱۰:۱۸
Background image

په ننګرهار ولایت کي نظامي توکي نیول سوي

د مالیې وزارت د ګمرکونو د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې زړورو ځواکونو د ننګرهار ولایت په ګمرک کې یو شمېر نظامي توکي چي

پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۱۰:۱۳
Background image

د پلټني د سپارښتنو د تطبیق تعقیب کمېټې غړو بغلان، جوزجان او سرپل ولایتونو ته سفر وکړ 

د پلټني سپارښتنو د تطبیق تعقیب کمېټې د ولایتي سفرونو په لړ کي دا ځل د (Audit Follow-up) په موخه د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني

چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۲:۰
Background image

مالیې وزارت له لوري پر مالیاتي قوانینو د پوهاوي سیمینار وړاندي سو

د مالیې وزارت د عوایدو لوي ریاست له لوري د مالیاتي قوانینو، طرزلعمولونو، لارښودونو، لایحو، سیسټمونو او لاسته راوړنو د پوهاوي یو ورځینی

BACK TO NEWS