د ملي بودیجې له لارې د اروپایي ټولنې د ملاتړ جذبولو هوکړه
د مالیې وزارت پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري او د اروپایي ټولنې رئیس سټېفن لاک او ور سره مل پلاوي ترمنځ چې د مالیې وزارت رئیسانو هم شتون درلود، د دولت جوړونې قرارداد (SRBC) ناسته په حضوري بڼه په یاد وزارت کې وشوه.
د پالیسۍ مرستیال په دې ناسته کې د حکومت له لوري د پرېکړه شویو ژمنو پلي کېدو او د یاد قرارداد د ارزونې په څرنګوالې معلومات وړاندي کړل او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د مالي او اقتصادي همکاریو غوښتونکی شو.
د اروپایي ټولنې د اقتصادي همکاریو رئیس د دولت جوړونې قرارداد، د ژمنو له پلي کېدو خوښي وښووده او د ارزونې له پای ته رسېدو او نهایي راپور وروسته یې د (۱۰۱میلیون یورو) ژمنه شویو پیسو د ورکړي ډاډ ورکړ.
