د پکتیا ولایت پټان ولسوالۍ د پټان بندر ډیجټلي تلې د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د مالیې وزارت سلاکار ښاغلي اجمل وزیري او ورسره پلاوي د پکتیا ولایت پټان ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دې ولایت والي ښاغلي محمد حلیم فدایي، په ملتیایې د لېندۍ میاشتې په ۱۲ مه نېټه د پټان ولسوالۍ پټان بندر ډیجټلي تلې د نصبولو بنسټ ډبرې اوښودو په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دې مراسمو کې د ولایتي شورا رئیس عبدالملک مجاهد ځاځی او ولایتي شورای غړي تاج محمد منګل، ملي امنیت رئیس ډګروال محمد فاتح يوسفي، امنیت آمر سمونوال لطف الله کامران، سرحدي قومندانې د ارکان رئیس، سکتوري رئیس، د ګمرک مدير او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسؤلینو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت سلاکار ښاغلي اجمل وزیري، په پټان بندر کې د دې تلې د نصبېدلو په اهمیت او د یاد بندر په اړه د مالېې وزارت د راتلونکو پلانونو په تړاو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د مالیې وزارت په ټولو بندرونو او ګمرکونو کې د دې ډول عصري او پرمختللو سیستمونو نصبولو ته ژمن دی. ده زیاته کړه چې په دې سره به د فساد کچه راټیټه او د هیواد ملي عوایدو په راټولېدو کې به مرسته وکړي.
پکتیا والي ښاغلي محمد حلیم فدايي، د مالیې وزارت له لوري له راغلي پلاوي مننه وکړه، او زیاته یې کړه، چې برېښنایي حکومتولي د پرمختګ په لوري ستر ګام دی او د دې تلې په نصبېدو سره به د دې ولایت په عوایدو کې زیاتوالی راشي. ښاغلي فدايي ماليه، محصول او ګمرکات د اقتصادي رفاه تر ټولو مهم فکتورونه او له پردۍ مداخلې څخه د خلاصون یواځینۍ وسیله وګڼله.
د ناستې په پای کې پلاوي او قومي مشرانو په ګډه سره د ډیجټلي تلې د نصبولو د بنسټ ډبره کېښوده.
