د مالیې وزارت ورودي کچې بستونو بریالي نوماندان خپلو دندو ته ور وپېژندل شول

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۲ - ۱۴:۳۲
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، په حضور کې د تلې میاشتې په ۲۲ مه نېټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مالیې وزارت ورودي کچې بستونو بریالي نوماندان خپلو دندو ته ور وپېژندل شول.

په پیل کې د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي محمد غلام ملاخېل، د دې پروسې په اړه چې د مالیې وزارت ورودي کچې ته یې ۲۲۰ کسانو ته د سیالۍ زمینه برابره کړه، ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د بریالیو نوماندانو د سندونو د پړاو ترسره کولو پروسه روانه ده او د یوې اوونۍ په اوږدو کې به دوی وکولی شي خپلو دندو ته را ستانه شي.

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون، د کانکور د ازموینو ملي ادارې او د مالیې وزارت بشري سرچینو له همکارانو د مننې تر څنګ وویل، چې دا لومړی ځل دی چې د مالیې وزارت د ازادې سیالۍ او کانکور له لارې په رڼه توګه ځوانان په دندو ګماري، په داسي حال کې چې دوی نه واسطه او نه هم زر او زور لري او د خپلې وړتیا او استعداد پرمټ یادو بستونو ته بریالي شوي. نوموړي، دغو بریالیو ځوانانو ته مبارکي وویله.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست، روڼتیا او د مالیې په وزارت کې د ګمارنې لړۍ ته په ژمن پاتي کېدو ژمنه وکړه، چې د مالیې وزارت به پیشنهادي او تش بستونه په تدریجي او رڼه توګه ازادې سیالۍ ته وړاندي کوي. هغه له بریالیو نوماندانو وغوښتل، څو خپلو دندو ته په ریښتینولۍ او پرېکنده ژمنه دوام ورکړي او له فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي همکاري وکړي.

په دې مراسمو کې دوه تنه بریالیو نوماندانو اغلې نګینې احمدي او ښاغلي روهین مصمم، د بریالیو کاندیدانو په استازیتوب خبرې وکړې او ویې ویل، چې ازاده سیالي بشپړه رڼه او هیڅ ډول واسطه پکي نه وه او دوی وکولی شول په خپله وړتیا او شخصي استعداد د ورودي کچې بستونو ته لار پیدا کړي. هغوی د روڼتیا په رامنځته کولو کې د مالیې وزارت له مشرتابه او د ازموینې په بهیر کې یې له کمېسیون سره د هر اړخیزې همکارۍ له کبله مننه وکړه.

خبر

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۴۳
Background image

د خدماتو ریاست کارکوونکو له پاره د " امربالمعروف قانون د تطبیق " تر سرلیک لاندي سیمینار وړاندي سو

د لړم۲۲مه۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د دې وزارت په جومات کي د خدماتو ریاست کارکوونکو له پاره د " امربالمعروف قانون د تطبیق " تر سرلیک لاندي سیمینار وړاندي کړ.
په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي تاریخ تېر خوراکي توکي وسوځول سول!

د لړم۲۲مه۱۴۰۴هـ.ل
د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي له ولایتي ادارو سره په همغږۍ (۲۱،۴) ټنه تاریخ تېر خوراکي توکي، چي د یاد ګمرک په هنګرونو کي ئې شتون درلود د اړوندو ادارو د با. . .

BACK TO NEWS