د ۲۰۲۰ کال په کنفرانس کې له افغانستان څخه قوي ملاتړ

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۴ - ۲۲:۳۹
خبر

جنیوا، د ۲۰۲۰ کال د نوامبر۲۴مه - په دې کنفرانس کې نړیواله ټولنه د افغانستان له خلکو سره خپلې اوږد مهاله د پام وړ ژمنې نوې کوي. افغانستان او نړیوال همکاران یې له ۲۰۲۱ – ۲۰۲۴ پورې ګډو پرمختیایی اهدافو ته ژمنتیا څرګندوي، او د یوې اعلامیې په خپرولو سره د جګړې د پای او تل پاتې سولې، ثبات او سوکالۍ غوښتنه کوي.

د ۲۰۲۰ کال کنفرانس تر ۲۰۲۴ کال پورې د راتلونکي حساس وخت لپاره له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د دوامداره ژمنې قوي څرګندونه وړاندې کړه. تمویل کوونکو د راتلونکو څلورو کلونو د لومړي کال لپاره لږترلږ ۳.۳ میلیارد ډالرو ژمنه وکړه، چې تمه کیږي د هر کال لپاره به ژمنې په ورته کچې کال په کال تر سره شي.

د افغانستان پرمختیایي همکاران تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغانستان ملاتړ ته ژمن پاتې کیږي. ټولې پرمختیايي مرستې به د حکومت او نړیوالو ملګرو لخوا دبیا کتنې  په کلني ګډ بهیر پورې تړاو ولري چې مرستندویه غړي به حق لري چې د خپلو کلنیو مرستو دکچې اوڅرنګوالي په اړه پریکړې وکړي.

د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال وویل: " موږ افغانان د تاوتریخوالي پای غواړو او داسې سیاسي جوړجاړي ته ژمن یو چې نه یوازې د افغانانو کړاو پای ته ورسوي بلکه د تیرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې وساتي او لایې پیاوړي کړي." د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال همداراز وویل، د نن ورځې کنفرانس باید زموږ پیوستون څرګند کړي چې پکې زموږ نړیوال مرستندویان او د پراختیا همکاران وکولای شي د افغانستان او د دې هیواد له خلکو ملاتړ ته په دوام ورکولو کې پرېکنده ګامونه پورته کړي.

خبر

د نړیوالو مرستو نوي کیدل په یوه داسې مهمه شیبه کې تر سره کیږي چې په بیساري ډول د افغانستان دسولې خبرې روانې دي، یو متحرک امنیتي ترتیب او بشردوستانه اړتیاوې د ژمي په را رسیدو سره په زیاتیدو دي او د کویډ۱۹ خطر لاهم په خپل ځای پاتې دی. دغه ژمنې په داسې حال کې ترسره کیږي چې افغانستان د بدلون لسیزې وروستۍ څلور کلنې دورې ته داخلیږي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز وویل: " هغه ننګونې چې افغانستان ورسره مخا مخ دی په ریښتیا هم سترې دي. خو په کنفرانس کې د افغانستان د پرمختګ لپاره د نړیوالو همکارانو لخوا ښودل شوې پراخه ژمنې د یوې ښې راتلونکې لپاره په رښتیا هیلې بخښونکې دي. " نوموړې زیاته کړه: "د جنیوا کنفرانس په دوحه کې د سولې تاریخي خبرو اترو سره په ورته وخت کې د دوه اړخیز قوت ښکارندويي کوي. سره یوځای دوی کولی شي د سولې او هوساینې لپاره قوي بنسټونه چمتو کړي."

د فنلند د پراختیایي همکارۍ او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر ویلی سکیناري وویل: " د ۲۰۲۰ کال کنفرانس کې د ژمنو د پام وړ کچه ښیې چې نړیواله ټولنه په دې مهم وخت کې د افغانستان له خلکو سره په کلکه دریدو ته دوام ورکوي."

د افغانستان اسلامي جمهوریت چې د نړیوالې ټولنې لخوا یې ملاتړ کیږي له ۲۰۰۲ راهیسې په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او پرمختیايي برخو کې دترلاسه شويو پرمختګونو ساتلو او پراخولو ته ژمنتا وښودله. ولسواکي، د ښځو، ماشومانو او لږکیو په ګډون بشري حقونه هغه بنسټیز مسایل دي چې باید خوندي او لا نوره پراختیا ورکړل شي. ګډونوالو ټینګار وکړ چې د بې وزلۍ د کمولود بنسټونو د جوړیدو، ښې حکومتولۍ، د فساد پرضد دمبارزې او د خصوصي سکټور د پراختیا په ګډون مهمو ننګونو ته رسیدنه اړینه ده.

نړیوالو همکارانو د افغانستان د سولې او پرمختیا د ملي چوکاټ د دویم لید لوري هرکلی وکړ چې له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵ کاله پورې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د افغان حکومت لیدلوری، ستراتیژي او پلان وړاندې کوي. افغانستان او نړیواله ټولنه همغه ډول  چې د افغانستان د مشارکت په چوکاټ کې تشریح شوې د همکاریو یونوي پړاو ته وردننه شوې چې شرایط پکې په ګوته شوي او د افغانستان پرخلکو یې د اغیزو او پایلو د زیاتیدو د ډاډمنتیا په موخه د بیا کتنې ګډ میکانیزمونه پکې لا ښه شوي دي.

دغه کنفرانس د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یوه هر اړخیز، دایمي او بیړني اوربند غوښتونکی شو. شریکباڼو همکارانو دا رنګه  د سولې دداسې ماناداره بهیر غوښتنه وکړه چې ښځې، ځوانان او همدارنګه قومي، مذهبي او نور لږکي پکې برخه ولري. اعلامیه د ټولو افغانانو په ګټه د سوکاله او په ځان بسیا ینې پرلور د یوه خپلواک، متحد، ولسواک او سوله غوښتونکي افغانستان د پیاوړتیا لپاره نوې ملګرتیا رامنځ ته کوي.

د فنلڼد د بهرنیو چارو وزیر پیکاهاویستو وویل: " دغه کنفرانس  د بیړني اوربند او تلپاتې سولې لپاره د افغانستان د خلکوغوښتنه چې وړ یې دي منعکسوي – دغه غوښتنې باید رد نشي."

شاوخوا ۷۰ هیوادونواو له ۳۵ څخه زیاتو نړیوالو سازمانونو او د افغان حکومت چارواکو او همدارنګه د مدني ټولنې استازو د افغانستان د ۲۰۲۰ کال په کنفرانس کې برخه درلوده. کنفرانس په ګډه د افغانستان او فنلنډ د حکومتونو اوملګرو ملتونو لخوا جوړ شوی وو. د کویډ۱۹ جدي خطر ته په کتو، په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د ګډ مشرتابه په لرلو سره ټولو برخه والو د ویډیو کنفرانس له لارې په انلاین ډول برخه واخیسته.

 

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۴۳
Background image

د خدماتو ریاست کارکوونکو له پاره د " امربالمعروف قانون د تطبیق " تر سرلیک لاندي سیمینار وړاندي سو

د لړم۲۲مه۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د دې وزارت په جومات کي د خدماتو ریاست کارکوونکو له پاره د " امربالمعروف قانون د تطبیق " تر سرلیک لاندي سیمینار وړاندي کړ.
په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي تاریخ تېر خوراکي توکي وسوځول سول!

د لړم۲۲مه۱۴۰۴هـ.ل
د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي له ولایتي ادارو سره په همغږۍ (۲۱،۴) ټنه تاریخ تېر خوراکي توکي، چي د یاد ګمرک په هنګرونو کي ئې شتون درلود د اړوندو ادارو د با. . .

BACK TO NEWS