د ګمرکونو د وضعیت ارزوني په موخه تخنیکي ناسته ترسره سوه

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۵:۱۶
خبر

د ګمرکونو د وضعیت ارزوني په موخه تخنیکي ناسته، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ، چي د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو او د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په کي ګډون درلود، د ویډیو کنفرانس له لاري ترسره سوه.

د غونډي په پیل کي د ګمرکونو لوی رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د ولایتي ګمرکونو د مسؤلینو له صادقانه کړنو څخه یې مننه وکړه. نوموړي د سوداګرو ستونزو ته د رسېدو، د سوداګریزو مالونو د چټکو طی مراحلو لپاره د کاري وخت د زیاتوالي او د ولایتي ګمرکونو د اړوندو ادارو تر منځ د لا ښې همغږۍ په برخو کي دوی ته لازمي سپارښتني ورکړې.

د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په یادو ګمرکونو کي د شته ستونزو یادونه وکړه، چي د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري ورته د ژر حل کېدو ډاډ ورکړل سو .

په پای کي د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړوني، پالیسۍ، څارني او ارزونې رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري په ګمرکونو کي د ۱۴۰۱مالي کال د لړم میاشتي د تر سره سوو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندي سو، چي د غونډي ګډونوالو د یاد راپور پر بېلابیلو اړخونو بحث وکړ او د چارو د لا ښه والي لپاره د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمي سلا مشورې هم ورکړل سوې.

خبر

د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست رهبري هره میاشت د هیواد د ټولو ګمرکونو تخنیکي ارزونه کوي؛ څو سته ستونزو ته پر خپل وخت سره رسېدنه وسي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۷
Background image

د لومړۍ درجه ولایتونو له مستوفي صاحبانو سره ناسته وسوه!

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د عوایدو لوی رئیس، ددې ریاست د مرستیالانو، د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او د کندهار،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۴۲
Background image

د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار په انار ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ!

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیي وزارت د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار ولایت په «دنیا سالون» کي د انار په ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ.
 دغه درې ورځنی نندارتون د صنعت او سوداګرۍ. . .

BACK TO NEWS