د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري د کابل ګمرک ریاست ته نوی سرپرست رئیس ور وپېژندل سو

ښاغلی مولوي محمد داؤد ایوبي چي د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ د کابل ګمرک لپاره د نوي سرپرست رئیس په توګه ټاکل سوی و، د ګمرکونو د لوی رئیس ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید له لوري د یاد ګمرک کارکوونکو ته ور وپېژندل سو.
د پېژندني په غونډه کي د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئیس او د کابل ګمرک یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو. د ګمرکونو لوی رئیس د کابل ګمرک د پخواني رئیس له کړنو مننه وکړه او نوي رئیس ته ئې په چارو کي د بریالیتوب هیله څرګنده کړه. نوموړي د کابل ګمرک کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چي له نوي ټاکل سوي رئیس سره په اړوندو چارو کي پوره همکاري وکړي.
د یادوني وړ ده، چي مولوي محمد داؤد ایوبي له دې وړاندي د پکتیا ګمرک د رئیس په توګه دنده تر سره کوله.