د افغانستان حکومت او اروپایي ټولنې ترمنځ د دولت جوړونې قرارداد پنځلسمه تخنیکي ناسته وشوه

Anonymous (not verified)
Thu, Sep 12 2019 10:46 AM
خبر

د مالیې وزارت د څار، تحلیل او راپور ورکونې لوی رئیس ښاغلي محمد ناصر صدیقي، او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د مرستو استازې ښاغلي ډېویډ بیرتون، په ګډه مشرۍ د دولت جوړونې قرارداد پنځلسمه تخنیکي ناسته (SRBC) د وږې میاشتې په ۲۰ مه نېټه د افغانستان حکومت او اروپایي ټولنې ترمنځ په مالیه وزارت کې وشوه.
په دې ناسته کې چې د حکومت مختلفو ادارو استازو ګډون کړی وو، د ملي بودیجې په ترتیب کې د اصلاحاتو په پلي کېدو، د حکومت د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د بودیجې په اجرا، عوایدو راټولېدو او پایداره مالي ودې ته د افغانستان په رسېدو، مالیه ورکوونکو ته د اسانتیاوو په رامنځ ته کېدو، ولایتونو کې د مالیه ورکونې د دفترونو په جوړېدو، د کانونو د استخراج په برخه کې د اصلاحاتو په پرمختګ، د کانونو لپاره د راڼه قانونې چوکاټ په جوړېدو او په ولایتونو کې د کانونو په رسمي استخراج، د کانونو غیر قانوني استخراج په مخنیوي او په قانوني بڼه د کانونو د استخراج په ملاتړ، د کانونو سکټور په اصلاحاتو، اداري اصلاحاتو پلي کولو، د وړتیا له مخې د افغانستان په ملکي ادارو کې د ټیټ پوړو او لوړ پوړو مامورینو په ګمارنه، د بشري سرچینو په ښه مدیریت، د ولسي تړون له لارې د پروژو په پلي کولو، کلیو او بانډو کې د خدمتونو په وړاندي کولو او نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

خبر

همدا شان د حکومت د بېلابېلو ادارو د خپلو کړنو او فعالیتونو د لاسته راوړنو په تړاو ګډونوالو ته لنډ پریزینټېشن وړاندي کړ.

پرېکړه وشوه، چې د افغانستان حکومت او اروپایي ټولنه دي هڅه وکړي، څو ټول ژمنه شوي شاخصونه د روان کال ترپایه بشپړ کړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS