د مالیې وزارت سرپرست: موږ د افغانستان سترو ښارونو ته د اوبو رسونې او د هیواد د اوبو ښه مدیریت په برخه کې د نړیوال بانک د تخنیکي همکاریو غوښتونکي یو
              د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وږې میاشتې په ۲۲ مه نېټه د امریکا متحده ایالتونو واشنګټن ډي سي ته سفر وکړ او د نړیوال بانک له چارواکو سره یې وکتل.
په دې کتنه کې چې د امریکا متحده ایالتونو لپاره د افغانستان سفیرې اغلې رویا رحماني، هم شتون درلود، د مالیې وزارت سرپرست د نړیوال بانک له استازو سره د افغانستان سترو ښارونو ته د څښلو پاکو اوبو په رسېدو، د هیواد د اوبو ښه مدیریت کولو، په دې برخه کې په پانګونې، د اوبو د سرچینو د تنظیم په برخه کې د نړیوال بانک په تخنیکي همکاریو، د دې برخې د ښه مدیریت لپاره د قانوني چوکاټ په رامنځ ته کېدو او د اوبو له سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د مالیې وزارت سرپرست، سترو ښارونو، کلیو او بانډو ته د اوبو رسولو ارزښت په هکله د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ، د نړیوال بانک له چارواکو وغوښتل، څو له افغانستان سره سترو ښارونو ته د څښلو پاکو اوبو رسولو او د هیواد د اوبو د سرچینو ښه مدیریت کولو لپاره پانګونه او تخنیکي همکاري وکړي.
د نړیوال بانک چارواکو له افغانستان سره د خپلو تخنیکي همکاریو په برخه کې ډاډ ورکړ.
