د افغانستان برېښنا شرکت د مدیره پلاوي ناسته وشوه
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام سترسلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د وږې میاشتې په ۲۵ مه نېټه د افغانستان برېښنا شرکت د مدیره پلاوي ناسته په مالیې وزارت کې وشوه.
په دې ناسته کې ازبکستان څخه د سرخان – پلخمري برېښنا انرژۍ پروژې په پېرلو، د ۱۳۹۷ کال مالي راپور پلټنې په موخه د بهرنیو پلټونکو ګمارنې یا نوي کولو په څرنګوالي، د ترکمنستان له جمهوریت څخه د هرات، فاریاب، سرپل، جوزجان، بادغیس ولایتونو او اندخوی ولسوالي لپاره د برېښنا قرارداد په نوي کولو، د برېښنا انرژۍ پیرلو د خدمتونو او ثابتو جایدادونو پالیسیو په تصویب او د ۱۳۹۸ کال مالي پلان او بودیجې په تصویب هر اړخیزې خبرې وشوې او په اړه یې لازمې پرېکړې ونیول شوې.
