د افغانستان او قزاقستان تر منځ د سوداګرۍ په برخه کې هوکړه لیک لاسلیک شو

admin_mof
Thu, Sep 19 2019 11:09 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وږې میاشتې په ۲۷ مه نېټه د قزاقستان جمهوریت پتروپاولسک ښار ته سفر وکړ.

په دې سفر کې د مالیې وزارت سرپرست د شمالي قزاقستان له تولیدي تاسیساتو څخه د لیدنې تر څنګ د یاد هیواد له لوړ پوړو چارواکو او قزاقي سوداګرو سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو مناسباتو په لا زیاتوالي او ټینګښت، د افغانستان او قزاقستان تر منځ په سوداګریزو راکړې ورکړې، په یاد هیواد کې د افغان سوداګرو د ستونزو په حلولو، د دواړو هیوادونو تر منځ په سوداګریزو هوکړه لیکونو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو بحث او هر اړخیزې خبرې وکړې.

خبر

همداشان د مالیې وزارت سرپرست د قزاقستان هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې قزاقستان هیواد د افغانستان ستراتیژیکو ذخایرو لپاره ۱.۶ میلیونه ټنه غنم برابروي او د افغانستان سوداګریزو توکو د میوه جاتو او سبزیجاتو په ګډون به د روسیې په دریو مهمو ښارونو کې بازار موندنه کوي. په بدل کې به یې د افغانستان حکومت میوه جات، سبزیجات او تزئیني ډبرې  قزاقستان هیواد ته صادروي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS