د کابل ښار ککړې هوا د مخنیوي په موخه د چاپېریال ساتنې پلاوي ناسته وشوه

admin_mof
Thu, Sep 26 2019 12:06 PM
خبر

د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې د پرېکړې پر بنسټ د کابل ښار ککړې هوا د مخنیوي په موخه پلاوی وټاکل شو او د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د تلې میاشتې په ۳ مه نېټه یې لومړۍ ناسته د مالیې په وزارت کې وشوه.

په دې ناسته کې چې د ټرانسپورټ په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام سلاکار، د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون د تعیناتو بورډ رئیس، د چاپېریال ساتنې ادارې رئیس او د دې ادارې مرستیالانو ګډون کړی وو، د کابل ښار د هوا ککړېدو د مخنیوي پلان په ترتیبولو، د پالیسي جوړوونکي او یا اجرائیوي ادارې په توګه د چاپېریال ساتنې ادارې د دندو په څرنګوالي، د چاپېریال ساتنې په اداره کې د پراخو اصلاحاتو په پلي کولو، د کاري نوعیت په اساس د دې اداري تشکیل په ترتیب او نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.  

د چاپېریال ساتنې رئیس وړاندیز وکړ، چې د چاپېریال ساتنې اداره دي پالیسي جوړوونکي وي نه اجرائیوي، د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې په لومړي سر کې باید د چاپېریال ساتنې کاري ساحه تعریف او بیا یې په اساس د کړنو د کړنلارې په څرنګوالې پرېکړه وشي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS