د مالیې وزارت سرپرت د امریکا متحده ایالتونو له نړیوالې پراختیایي ادارې وغوښتل څو خپل پراختیایي پروګرامونه د دې هیواد د خلکو له لومړیتوبونو سره سم د افغانستان د حکومت تر چتر لاندې تنظیم کړي

admin_mof
Sun, Oct 20 2019 11:44 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د تلې میاشتې په ۲۷ نېټه د امریکا متحده ایالتونو نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) له سرپلټونکې اغلې آن کالواریسي بار، سره وکتل.

په دې کتنه کې چې د امریکا په متحده ایالتونو کې د افغانستان سفیرې اغلې رویا رحماني، هم شتون درلود، د مالیې وزارت سرپرست له نوموړې سره په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو نړیوالې پراختیایي ادارې د مرستو په اغېزمنتوب، د یادې ادارې او افغانستان ترمنځ په ګډه د اړوندو چارو پرمخ وړلو، له افغانستان سره د امریکا متحده ایالتونو نړیوالې پراختیایي ادارې په مرستو بحث او خبرې وکړې.

د مالیې وزارت سرپرست له د امریکا متحده ایالتونو نړیوالې پراختیایي ادارې له سرپلټونکې وغوښتل، چې له افغانستان د دې ادارې پراختیایي پروګرامونه د دواړو لوریو په همغږۍ او د افغانستان د حکومت ترچتر لاندې د دې هیواد له لومړیتوبونو سره سم تنظیم کړي.

د امریکا متحده ایالتونو نړیوالې پراختیایي ادارې سرپلټونکې د مالیې وزارت سرپرست له وړانديزه هرکلی وکړ.

د مالیې وزارت سرپرست، نوموړې ته بلنه ورکړه، څو په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته راشي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS