د مالیې وزارت سرپرست د امریکا متحده ایالتونو د استازو مجلس له غړې او د سنا مجلس له سناتور سره د پرمختګ او اقتصادي ځان بسیاینې لپاره د افغانستان حکومت په پلانونو او برنامو بحث وکړ
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د لړم میاشتې په لوموۍ نېټه د امریکا متحده ایالتونو د استازو مجلس له غړې اغلی لیز چني او د امریکا سنا مجلس د ایلینوي ایالت له سناتور ښاغلي ریچارد دوربین، سره په جلا جلا ډول وکتل.
په دې کتنو کې چې په امریکا کې د افغانستان سفیره اغلی رویا رحماني هم شتون درلود، د افغانستان په اقتصادي پرمختګونو، سېمه ایزه نښلونه، په بریا سره د ولسمشرۍ ریاست د ټاکتو په تر سره کیدو، د سولې په پروسې، د هیواد په امنیتي وضعیت، د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره د افغانستان حکومت په پلانونو او برنامو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
