د مالیې وزارت سرپرست په افغانستان کې د عامه او خصوصي مشارکت د پروژو پلي کیدو په برخه کې د اسیایې پراختیا بانک د همکارۍ غوښتونکی شو

admin_mof
Thu, Nov 07 2019 10:51 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د لړم میاشتې په ۱۴مه نېټه د اسیا پراختیایې صندوق (ADF) د ناستو په څنډه کې د خصوصي سکټور او د عامه او خصوصي مشارکت په برخو کې د اسیایې پراختیا بانک له مرستیال ښاغلي دیوکار ګوپتا، سره وکتل.
په دې کتنه کې د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د کندهار سولري برښنا پروژه په افغانستان کې د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) یوه بریالۍ بیلګه ده. نوموړي د خصوصي سکټور په برخه کې د اسیایې پراختیا بانک مرستیال ته یادونه وکړه چې په افغانستان کې د کورجوړونې، کرنې او انرژۍ سکټورونو په برخه کې د عامه او خصوصي مشارکت پروژو لپاره ستر ظرفیت شتون لري، د اسیایې پراختیا بانک کولی شي چې د پلي کیدو په برخه کې یې همکاري وکړي.
د اسیایې پراختیا بانک مرستیال د مالیې وزارت د سرپرست له نظریاتو مننه وکړه او له نوموړي څخه یې غوښتنه وکړه چې ۳ نه تر ۵ پورې ځانګړې پروژې وړاندې کړي چې په دې پروژو کې د اسیایې پراختیا بانک د افغانستان له حکومت سره کار وکړي او د پلي کیدو په برخه کې یې همکاري وکړي.
د اسیایې پراختیا بانک مرستیال وویل چې د راتلوونکي کال په جنورۍ میاشت کې به د یاد بانک په استازیتوب یو پلاوی واستوي تر څو ټاکل شوی پروژې له نږدې څخه د غور او بررسۍ لاندې ونیسي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS