د هلمند ولایت اړتیاو ته به امکاناتو او نافذه قوانینو ته په کتو سره رسیدنه وشي

admin_mof
Mon, Nov 11 2019 3:10 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د لړم میاشتې په ۱۹ مه نېټه د هلمند والي ښاغلي محمد یاسین سره په مالیې وزارت کې وکتل.

په دې کتنه کې چې د هلمند ولایت د سیمه ایزو ادارو رئیسانو هم شتون درلود، د هلمند والي وویل چې د جلالتمآب ولسمشر د حکم له مخې هلمند ولایت له دوېمې درجې ولایت څخه لومړۍ درجې ولایت ته ارتقاء کړې او غوښتنه یې وکړه چې د راتلوونکي مالي کال د ملي بودیجې په سند کې د همدې له مخې ورته بودیجه په نظر کې ونیول شي.

همداشان دواړو لوریو د هلمند ولایت د راتلونکي مالي کال په بودیجې، د یاد ولایت په پراختیایې پلان او ماسټر پلان، د هلمند ولایت د مستوفیت له لوري د ملي عوایدو په راټولیدو، د دیجیتلي تلو په نصبولو، د سړکونو د خرابیدو څخه د مخنیوي په موخه د اضافه بار په مخنیوي، د یاد ولایت ۵۰ بستریز روغتون لپاره د بودیجې په ځانګړې کولو، د پوهنې برخې کارکوونکو په تشکیل او د معاشونو په ورکړې، روڼتیا او چټکتیا ته په کتو سره د کارکوونکو د معاشونو د ورکړې په موخه د هلمند ولایت په ځینو ولسوالیو کې د بانکونو د څانګو په پرانیستې، ځوانانو لپاره د ورزشي اسټډیوم او  کتابتون په جوړیدو، د برښنا ستونزو په حلولو او د بیې په راټیټولو، د ناوې – ګرمسیر او ناوې – خانشین د سړکونو په رغولو، د لښکرګاه او ګرشک پل په جوړیدو، د سیلانونو تخریب څخه د مخنیوي په موخه د استنادي دیوالونو په نصبولو، د کرنې د ودې په ځانګړې توګه د زعفرانو د کښت لپاره د سړخونو جوړیدو او د کانالونونو د پاکوالي لپاره د بودیجې په تخصیص او یو شمېر نورو اړندو مسایلو باندې بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د هلمند ولایت اړتیاوو او لومړیتوبونو ته شته امکاناتو او نافذه قوانینو ته په کتو سره به رسیدنه وشي نوموړي زیاته کړه چې د هلمند ولایت لومړیتوبونو ته به ارجعیت ورکړل شي.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست ټینګار وکړ موږ هڅه کو چې د هلمند ولایت ستونزو د حل لپاره جدي اقدامات تر سره شي او یواځې خیالي وعدو باندې به بسنه ونه کړو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS