د مالیې وزارت سرپرست د کریک ناستو په څنډه کې د ګرجستان د اقتصاد او پایداره پراختیا وزارت له مرستیاال سره ولیدل

admin_mof
Thu, Nov 14 2019 12:19 PM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د لړم میاشتې په ۲۲ مه نېټه د منځنۍ اسیا د اقتصادي همکاریو سازمان (کریک) په ناستو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته سفر وکړ.

د دې ناستې په څنډو کې د مالیې وزارت سرپرست، د ګرجستان د اقتصاد او پایداره پراختیا وزارت له مرستیال ښاغلي اکاکي ساغیراشویلي، سره د دوه اړخیزه اړیکو ټینګېدو او پراخېدو، د اقتصادي او سوداګریزو مناسباتو په پراخېدو کې د دوه اړخیزه اقتصادی او سوداګریز کمېسیون په رول، د لاجوردو سوداګرېز کرېدور له لارې اروپا او تورې بحیرې ته د افغانستان په لاسرسي، د سوداګریزې ودې لپاره د اړوندو کړنلارو ساده کولو په موخه په ګمرکي همکاریو، د سرحدي ګمرکونو د عصري کېدو په برخه کې د ګرجستان په تخنیکي همکاریو، د افغانستان د محصلینو لپاره د تحصیلي بورسیو په برابرولو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې او د نظر څرګندونې وشوې.

د مالیې وزارت سرپرست، وویل، چې افغانستان غواړي د لاجوردو له ترانزیټي لارې او هوایي مسیر خپل سوداګریز توکې اروپا ته واستوي.

خبر

د ګرجستان د اقتصاد او پایدارې پراختیا وزارت مرستیال، له افغانستان سره یې د خپل هیواد د چمتووالي ترڅنګ وویل، چې د لاجوردو لارې د ګټې اخیستنې په موخه اړینه ده، هغه هیوادونه چې په دې لاره پراته دي خبرې او سلاوې وشي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS