په جوزجان کې د طبعي ګازو له سرچینې د برېښنا تولید لومړنۍ دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

Anonymous (not verified)
Sat, Nov 23 2019 12:40 PM
خبر

په جوزجان ولایت کې د طبیعي ګازو له سرچینې د برېښنا تولید لومړنۍ پروژه د لړم میاشتې په ۳۰ مه نېټه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست  ښاغلي محمد ګل خُلمي، د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست ښاغلي عنایت الله مومند؛ او د افغانستان برېښنا شرکت لوی رئیس ښاغلي امان الله غالب، ګډون کړی وو.

د شبرغان ښار د طبیعي ګازو له سرچینو د برېښنا تولید دغه دستګاه، د بیات پاور شرکت له لوري د ۳۸.۷۸ میلیون ډالرو پانګونې، د عامه او خصوصي مشارکت او د زیمنس شرکت له ټکنالوژۍ په ګټه اخیستنه جوړه شوې.

خبر

د شبرغان ښار د طبیعي ګازو له سرچینو د برېښنا تولید دغه دستګاه، د ۴۲ مېګاواټه برېښنا تولید وړتیا لري او ټاکل شوې، چې د دې پروژې د دویم او درېیم فاز په عملي کېدو سره د برېښنا تولید وړتیا ۲۰۰ مېګاواټو ته ورسېږي.

د دې پروژې په بشپړېدو سره د ۴۲ زره کورنیو لپاره برېښنا چمتو کېږي او له ۳۸۰ تنو زیاتو کسانو ته پکې د کار چاره برابرېږي.

د یادونې وړده، چې د دې دستګاه ۲۳ مېګاواټه جوزجان، ۱۱ مېګاواټه یې فاریاب او ۶ مېګاواټه یې سرپل ولایتونو ته وېشل کېږي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS