د مالیې وزارت سرپرست: زموږ پراختیایي پروګرامونه باید داسي تنظیم شي، چې له اقتصادي ودې، کارموندنې او بېوزلۍ له کمولو سره مرسته وکړي

admin_mof
Wed, Nov 27 2019 9:41 AM
خبر

محترم پروفیسور‎ د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د لېندۍ میاشتې په ۴ مه نېټه د زیانمنتیا، امنیت او پراختیا په چارو کې د نړیوال بانک له ځانګړي استازي ښاغلي البرټ جرارډ کونډرز، سره په مالیه وزارت کې ولیدل.
په دې لیدنه کې د زیانمنتیا، امنیت او پراختیا په چارو کې د نړیوال بانک ځانګړي استازي، د خپلې ادارې د کارکړنو د څرنګوالې او نوعیت په اړه د مالیې وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل. نوموړي زیاته کړه، چې نړیوال بانک په زیانمنو، امنیتي ستونزو لرونکو، ناسمو اقتصادي او پراختیایي چارو هیوادونو کې خپل پروګرامونه په داسي ډول ترتیبوي، چې د پرمختګ ترڅنګ له امنیت سره هم مرسته وکړي.
ښاغلي کوینډرز، وویل چې موږ باید د دولت سره داسی پروګرامونه ترلاس لاندي ونیسو، چې د سیاسي ثبات ترڅنګ ورو ورو ځان بسیاینې ته له رسېدو سره هم مرسته وکړي.د زیانمنتیا، امنیت او پراختیا په چارو کې د نړیوال بانک ځانګړي استازي، په وینا د پراختیا او امنیتي راتلونکې پروګرامونه یو له بل سره تړلي وي. نوموړي زیاته کړه، چې نړیوال بانک اقتصادي پروګرامونه د دولت د ملي لومړیتوبونو په اساس تنظیم او همغږي کوي.
د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې موږ د نړیوال بانک د همکاریو غوښتونکي یو، څو وکولی شو په تدریجي ډول اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسېږو. نوموړي زیاته کړه، موږ د افغانستان د ثبات لپاره واړه ولي اغېزمن وړاندیزونه لرو او موږ هڅه کوو، څو په هیواد کې اقتصادی زونونه ولرو او د بېلابېلو سیمو له وړتیاوو په ګټه اخیستنه متوازنې پراختیا ته ورسېږو.
ښاغلي قیومي وویل، چې زموږ پاملرنه سیمه ایزې نښلونې ته ده، موږ غواړو د سیمې د وصل ټکی شو، څو د سیمې د پراختیا په مېکانیزم کې برخه ولرو. هغه څرګنده کړه، چې د ګڼو اقتصادي پروګرامونو ترڅنګ، طبیعي سرچینې د افغانستان د پرمختګ کیلۍ ده، ولي له هغو ګټه اخیستنه قوانینو، زېربنا، امنیت او وړ بستر ته اړتیا ده او موږ یې د برابرولو په حال کې یو.
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس ښاغلي هنري کرالي، چې په دې ناسته کې شتون درلود وویل، چې راتلونکي پلانونه باید په داسي ډول ترتیب او پلي کړو، چې اغېزمنتوب او ګټورتوب یې لوړ حد ته ورسېږي.

خبر


د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې پراختیایي پروګرامونه مو باید په داسي ډول تنظیم شي، چې له اقتصادي ودې، کارموندنې او بېوزلۍ له کمولو سره مرسته وکړي.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS