د مالیې وزارت سرپرست د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ له وزیر سره، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو همکاریو هوکړه لیک په پلي کولو خبرې وکړې

admin_mof
Wed, Nov 27 2019 9:53 AM
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د لېندۍ میاشتې په ۴ مه نېټه د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ له وزیر ښاغلي نصیر احمد دراني، سره په مالیه وزارت کې ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریود د جنس په جنس سیستم له لارې قزاقستان هیواد ته د افغانستان د تازه مېوو او سبزیو په صادرلو په بدل کې له قزاقستان څخه افغانستان ته د غنمو او د تخمونو په واردولو او همدا راز د افغانستان د ټرانسپورټي او ټرانزیټي توکوصادرولو په وړاندې د ستونزو او ننګونو په تشخیصولو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
د یادولو ده، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په هوکړ لیک کې د جنس په جنس سیستم له لارې د افغانستان د سبزیو او تازه میوو د صادرلو په بدل کې له هغه هیواد څخه د غنمو او د تخمونو را واردولو یادونه شوې ده.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS