د افغانستان حکومت د تکافل صنعت د ملاتړ لپاره د زمینې برابرولو ته ژمن دی

Anonymous (not verified)
Sat, Nov 30 2019 4:16 PM
خبر

د تکافل (اسلامي بیمې) صنعت د پیژندلو لومړنی کنفرانس نن د لیندۍ میاشتې په ۹مه نېټه په انټر کانټیننټال هوټل کې جوړ شو.

په دې کنفرانس کې د مالیې وزارت اداري مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، د عدلیې وزارت مسلکي معین ښاغلي محمد قاسم حلیمي، د علماوو شورا استازي ښاغلي عنایت الله بلیغ، د اسلامي پراختیا بانک، د سوداګرۍ خونو، د دولتي او غیر دولتي شرکتونو استازو او د بېلابیلو دولتي ادارو استازو ګډون کړې وو.

د مالیې وزارت اداري معین ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ په پرانیسته وینا کې د اسلامي پراختیا بانک له همکارۍ څخه د مننې تر څنګ وویل: د تکافل قانون د مالیې وزارت په نوښت او د اسلامي پراختیا بانک په مالي همکارۍ طرح او تدوین شوی ده، لکه څنګه چې په هیواد کې د بیمې صنعت یوه نوی خبره ده نن د عامه پوهاوي او د پانګونې د هڅونې په موخه د اسلامي بیمې صنعت د لومړني ملي کنفرانس د جوړیدو شاهدان یو.

د مالیې وزارت اداري معین د بیمې له خصوصي او دولتي شرکتونو څخه غوښتنه وکړه چې له قوانینو سره سم د اسلامي بیمې په اجراء کولو کې همکاري وکړي ترڅو د بیمې سکټور د هیواد په اقتصادي او ټولنیزې وده کې خپل ارزښتناکه رول ولوبوي.

د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي قاسم حلیمي، د اسلام په رڼا کې د تکافل په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندي او وویل، چې تکافل په اسلام کې  جواز لري. نوموړي زیاته کړه، چې د تکافل معنی له بېوزلو سره مرسته ده.  د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال وویل، چې دغه وزارت به له مالیې وزارت سره په افغانستان کې د تکافل کلتور په دودولو کې مرسته کوي.

د علماوو شورای استازي ښاغلي مولوي عنایت الله بلیغ، د اسلام له نظره د بېمې صنعت، د اسلامي قواعدو او اصولو په رڼا کې د بېموي خدمتونو وړاندي کولو، له دودیزې بېمې سره د اسلامي بېمې په توپیر او یو شمېر نورو ورته مسایلو په تړاو خبرې وکړي او ډاډ یې ورکړ چې د اسلامي بیمې په دودولو کې به د علماوو شورا له مالیې وزارت سره همکاري وکړي.

خبر

همدا شان په دې کنفرانس کې د تکافل د صنعت او قانون په لنډه پېژندنه، په اسلامي مالي اقتصادي نظام کې د تکافل په دریځ، په پانګونه کې د تکافل په وده او ثبات، په افغانستان کې د تکافل تطبیقي مډل په پېژندنه، د تکافل شرکتونو لپاره د افغانستان د تکافل قانونو په اړینو ټکو او نورو اړینو مسایلو په تړاو ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول.

د یادولو ده، چې دغه کنفرانس د تکافل صنعت د پېژندلو، د اسلامي بېمې په برخه کې د خلکو د عامه پوهاوي لوړېدو، په هیواد کې د تکافل صنعت د پراختیا په موخه د دخیلو ادارو ترمنځ د همکاریو او همغږیو او همدا شان  پانګونې ته د هڅونې په موخه ترسره شو.

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS