پنجشیر ولایت په لومړي ځل د برېښنا له ملي شبکې سره ونښلول شو
له پروان ولایت څخه پنجشیر ولایت ته د برېښنا مزي پروژه، چې ټرانسمیشن مزی، ټرانسفرمر او د وېش شبکه پکې شامل دي د لېندۍ میاشتې په ۲۸ مه نېټه د برېښنا له ملي شبکې سره ونښلول شو.
د دې پروژې ټولیزه وړتیا لس مېګاواټه ده، چې له بشپړېدو او ګټې اخیستنې ته له سپارل کېدو سره به یې لس زره کورنۍ د برېښنا له انرژۍ برخمنې شي.
د دې پروژې د پرانیستو په مراسمو کې د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، دولتي چارواکو، پنجشیر والي، د ملي شورای یو شمېر غړو، د افغانستان برېښنا شرکت د مشرتابه پلاوي او د پنجشیر ولایت خلکو ګډون درلود.
د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي قیومي، د پنجشیر خلکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل:" د افغانستان حکومت عملي اقدامات تر لاس لاندي نیولي دي، چې د هیواد نهه ګونې جزیرې د برېښنا له ملي شبکې سره ونښلوي او د برېښنا انرژي په متوازنه بڼه او کم لګښت په ټول هیواد کې ووېشي. نوموړي زیاته کړه:" له نېکمرغه د خپلو عملي اقداماتو په سلسله د تېرو میاشتو په اوږدو کې بریالي شوو، چې د افغانستان شپږ ولایتونه د برېښنا له ملي شبکې سره ونښلوو. پنجشیر اووم ولایت دی، چې د یوه کال په اوږدو کې د برېښنا له سراسري شبکې سره نښلول کېږي."
د دې پروژې ټولیز قیمت ۱۶۶ میلیونه افغانۍ دی، چې د افغانستان حکومت له لوري د شپږو میاشتو په موده کې تمویل او پلي کېږي. یاده پروژه به په لومړي فاز کې ۴۰۰۰ کورنۍ د پنجشیر ولایت په مرکز او دویم فاز کې ۶۰۰۰ کورنۍ د عنابه، رخ وشتل ولسوالیو کې تر خپل پوښښ لاندي راولي او د هغوی لاسرسی به د برېښنا انرژۍ ته مساعد کړي.
د یادولو ده، چې له دې وړاندي د پنجشیر ولایت یوازي اوو دولتي ادارو د بادي برېښنا سرچینو له انرژۍ ګټه اخیسته، چې لګښت یې فی کیلو واټ ۳۰ افغانۍ وو. د برېښنا له ملي شبکې سره د دې ولایت نښلول به د ۲ تر ۱۲ افغانیو فی کیلو واټ لګښت ته راښکته شي. همدا شان د برېښنا له ملي شبکې سره د دې ولایت نښلېدل به د سیمې د خلکو د اقتصادي ودې، کرنې پراختیا او صنعتي اسانتیاوو سبب شي.
